عبدالله عبدالله د ازبکستان د بهرینو چارو له وزیرسره کتلي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i94123-عبدالله_عبدالله_د_ازبکستان_د_بهرینو_چارو_له_وزیرسره_کتلي
د ملي پخلاینې عالي شوار مشر عبدالله عبدالله هم د خپلو خبرو پر مهال د شانګهای سازمان د غړو هېوادونو په غونډه کې د ازبکستان د ولسمشر له څرګندونو مننه وکړه چې له نورو هېوادونو یې په افغانستان کې د سولې په برخه کې د همکاریو کولو غوښتنه وکړه.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 11, 2020 10:37 Asia/Kabul
  • عبدالله عبدالله د ازبکستان د بهرینو چارو له وزیرسره کتلي

د ملي پخلاینې عالي شوار مشر عبدالله عبدالله هم د خپلو خبرو پر مهال د شانګهای سازمان د غړو هېوادونو په غونډه کې د ازبکستان د ولسمشر له څرګندونو مننه وکړه چې له نورو هېوادونو یې په افغانستان کې د سولې په برخه کې د همکاریو کولو غوښتنه وکړه.

دفارس خبری اژانس له راپور سره سم د افغانستان د  ملي پخلاینې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله نن د ازبکستان د بهرنیو چارو له وزیر عبدالعزیز کاملوف سره پر افغان سوله خبرې کړې دي.

د ملي پخلاینې له عالي شورا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د زابکستان د بهرنیو چارو وزیر عبدالله عبدالله ته ښه راغلاست ووایه او په دوام یې زیاته کړه چې په افغانستان کې د سولې راتګ په ټوله سیمه کې د ثبات په معنی ده او ډاډ یې ورکړی چې هېواد به یې د افغان سولې په روان بهیر کې پوره همکاري کوي.

خبرپاڼه لیکي، د ملي پخلاینې عالي شوار مشر عبدالله عبدالله هم د خپلو خبرو پر مهال د شانګهای سازمان د غړو هېوادونو په غونډه کې د ازبکستان د ولسمشر له څرګندونو مننه وکړه چې له نورو هېوادونو یې په افغانستان کې د سولې په برخه کې د همکاریو کولو غوښتنه وکړه.

د خبرپاڼې له مخې، عبدالله عبدالله دغه راز زیاته کړه، په افغانستان کې د سولې راتګ په سیمه کې د سولې د راتګ په معنی ده، او په وینا یې د افغان سولې په بهیر کې د ازبکستان رول لرل کولای شي افغانستان دایمي سولې ته ورسوي.