په افغانستان کښې د ډزبندۍ منلولپاره د طالبانو شرطونه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i95506-په_افغانستان_کښې_د_ډزبندۍ_منلولپاره_د_طالبانو_شرطونه
طالبانو په افغانستان کښې د ډزبندۍ منلو لپاره خپل شرطونه اعلان کړل.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 20, 2021 12:09 Asia/Kabul
  • په افغانستان کښې د ډزبندۍ منلولپاره د طالبانو شرطونه

طالبانو په افغانستان کښې د ډزبندۍ منلو لپاره خپل شرطونه اعلان کړل.

د تسنيم خبري آژانس د رپوټ له مخې د طالب ډلې وياند وويل، دغه ډله په افغانستان کښې د اسلامي نظام د ټينګېدو له دغه هېواده د امريکې په مشرۍ د ټولوبهرنيو فوځيانو د وتلو د ضمانت په صورت کښې ډزبندي مني او جنګ ختموي.

په افغانستان کښې د اسلامي نظام له ټينګېدو نه د طالب ډلې مراد هغه د اسلامي اماراتو په نامه حکومت دے چې د اشرف غني حکومت په ځلونو تاکيد کړےدے د افغانستان اسلامي جمهوري نظام او اساسي قانون د معاملې وړ نه دي.

دا په داسې حال کښې دي چې په قطر کښې د صلحې د خبرو اترو د دويم پړاوله شروع کېدو سره په يو وخت دافغانستان په مختلفو سيمو باندې د طالبانو حملې زياتې شوې دي او حکومت يې دليل د خبروترو په مېز د خپل دريځ مضبوطول او له حکومته د لا زياتې ونډې  حاصلول دي..