په طالب ډلې د دباو په اړه له پاکستانه د افغانستان غوښتنه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i95724-په_طالب_ډلې_د_دباو_په_اړه_له_پاکستانه_د_افغانستان_غوښتنه
افغانستان له پاکستانه وغوښتل چې په طالب ډلې باندې په دباو راوړلو سره دې دغه ډله د صلحې او ډزبندۍ منلو ته مجبوره کړي.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Jan 26, 2021 16:04 Asia/Kabul
  • په طالب ډلې د دباو په اړه له پاکستانه د افغانستان غوښتنه

افغانستان له پاکستانه وغوښتل چې په طالب ډلې باندې په دباو راوړلو سره دې دغه ډله د صلحې او ډزبندۍ منلو ته مجبوره کړي.

د مهر خبري آژانس د رپوټ له مخې له افغانستانه د امريکائي فوځيانو د وتلود ضرورت په اړه د پاکستان د خارجه وزارت له اعلانه وروسته د افغانستان خارجه وزارت وويل، کابل له اسلام آباده طمه لري چې طالب ډله دې تشدد کمولو، ډبندۍ او له ترهه ګرو ډلو سره تعلق پرې کولو ته مجبوره کړي.

د پاکستان خارجه وزير شاه محمود قرېشي څو ورځې مخکښې په يوه ټيلي ويژني وېنا کښې له جوبائيډنه غوښتي وو چې له افغانستانه د امريکائي فوځيانو د وتلو بهير دې چټکه کړي چې د صلحې بهير غوره نتيجې ته اورسي.

افغان حکومت تل تاکيد کړے دے چې پاکستان په طالب ډلې باندې تاثير کونکے رول لري او په صادقانه ملګرتيا سره د صلحې لار هوارولې شي.