افغان حکومت:
ملګري ملتونه دې طالب ډله ډزبندۍ ته مجبوره کړي
Feb 08, 2021 02:45 Asia/Kabul
افغان حکومت د ملګرو ملتو په شمول له نړيوالو ټولنو وغوښتل طالب ډله دې ډزبندۍ منلو مجبوره کړي.
د تسنيم خبري آژانس د رپوټ له مخې د افغانستان خارجه وزارت په يوې بيانيه کښې د صلحې د خبرو اترو له بندېدو سره په يو وخت د جنګ جګړو زياتېدو په اشارې سره له نړيوالو ټولنو او ملګرو ملتو وغوښتل چې له طالب ډلې دې وغواړي چې په دغه هېواد کښې دې هدفمنو حملو او قتل عام ته خاتمه ورکړي. د افغانستان خارجه وزارت د صلحې د بهير په کاميابۍ کښې د ډزبندۍ د ټينګښت په ضرورت باندې په تاکيد سره وويل، ډزبندي په افغانستان کښې د پائېدارې صلحې د ټينګښت لپاره سياسي حل لارې حاصلولو د صلحې د معنا لرونکو خبرو اترو زمينه برابروي.
ټیګونه