د ایران او افغانستان صادراتي او وارداتي فعالیتونه بیرته پیل شول
(last modified Sat, 20 Feb 2021 08:36:05 GMT )
Feb 20, 2021 13:06 Asia/Kabul
  • د ایران او افغانستان صادراتي او وارداتي فعالیتونه بیرته پیل شول

اسلام قلا ګمرک د افغانستان په لویدیځ کې ددغه هیواد یو تر ټولو مهم ګمرک دی چې افغانستان ته دایران د ګمرکاتو له لارې لازیات تجارتي شیان وارد او نورو هیوادونو ته صادریږي .

ایرنا خبری اژانس راپور ورکړی،د افغانتسان او ایران په پولې کې د هرات د اسلام قلا په سرحدي ګمرک کې د اورله شپږو ورځو وروسته د دواړو هیوادونو ترمینځ د صادراتي او وارداتي جوپومنتقلیدا بیرته پیل شوې ده .

 دافغانستان دهرات  د والي ویندوي  جیلاني فرهاد  وئيلي دي ځاي چارواکي بریالي شوي څو په اسلام قلا کې ګمرکي سسټمونه له پرون راهسې بیرته فعال کړي اود دواړو هیوادونو ترمینځ  دشیانو  دټرانزیټ بهیر بیرته شروع شي .

 هغه زیاته کړې ، دټرانزیټ لومړیتوب  هغو شیانو او مالونو ته ورکول کیږي ، چې  دخرابیدو  له خطرې سره مخ دي . 

 د افغانستان د تجارتي کوټې  د راپور په اساس ، دتیرې شنبې په ورځې  د اسلام قلا په ګمرکاتو کې د اور  له امله د ۳۷۰تیلو او ګیسو د ټينکرو پشمول  کابو زر چکړې ، ټينکر او نورو ګاډي  په اور کې سوځيدلي دي .  دغه اور  د ایران داسلامی جمهوریت  د اور وژنې د ادارې  او نورو مرستندویه اورګانونو په مرستې سره کنټرول شوی  ،البته  په  اور پسې  د دو اړو هیوادونو ترمینځ پوله تر یوې اونۍ پورې تړل شوي وه چې دغه وضعیّت  په افغانستان کې د  خوراکي موادو ،تیلو ، ګیسو او نورو شیانو دبیّو دلوړیدا لامل  شوی .

 اسلام قلا ګمرک  د افغانستان په لویدیځ کې ددغه هیواد یو تر ټولو مهم ګمرک دی  چې  افغانستان ته دایران د ګمرکاتو له لارې لازیات تجارتي  شیان  وارد  او نورو هیوادونو ته صادریږي .

Image Caption
Image Caption
Image Caption

 

ټیګونه