جوبایډن او په افغانستان کښې مخ ته پرتې لارې :-
د طالبانو د مرکچي پلاوي مشر ملا برادر له افغانستان څخه د واشنګټن د پوځیانو د ایستلو په زمینه کښې له دغه ډلې سره د امریکا په پاې بندۍ باندې ټینګار سره خبرداری ورکړ چې طالبان به په خپل هیواد کښې د خارجي عسکرو لاسوهنه ونه زغمي .
د طالبانو په دغه چارواکي سربیره د دغه ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد هم د امریکا لخوا د موافقې د احتمالي خلاف ورزۍ په هکله د جوبایډن حکومت ته خبرداری ورکړی دی که چیرې واشنګټن موافقې ته ژمنه ووسي مونږ هم ژمن پاتې کیږو ګڼي د خپلې خپلواکۍ لپاره هرډول قرباني ته چمتو یوو .
د طالبانو ډلې د چارواکو خبرداری په داسې حال کښې دی چې د امریکا او د دغه ډلې د موافقې پراساس د واشنګټن چارواکي کابو دوه (۲) میاشتې فرصت لري چې له افغانستان څخه د امریکا د پوځیانو د ایستلو په هکله فیصله وکړي .
د امریکا د چارواکو لپاره اپوټه شمیرنې په داسې حال کښې پیل شوي دي چې د ځینو کارپيژاندو په وینا که چیرې امریکا له طالبانو سره په خپلې ژمنې عمل ونکړي نو د لویدیځو هیوادونو پرضد به د طالبانو حملې زیاتې شي .
د طالبانو د چارو کارپيژاند« نظر محمد مطمئن» په دې هکله وايي که چیرې واشنګټن د امریکا او د طالبانو له موافقې ووځي طالبان موافقې ته د واشنګټن د بیرته ستنیدا په تمه نه کیني بلکې د ناټو او د امریکا د پوځیانو پرضد حملې له سره پیلوي .
البته د طالبانو ډلې د چارواکو له خبرداریو سره سره د امریکا د ملي امنیت سلاکار جیک سالیوان وویل چې ولسمشر جوبایډن د ناټو له غړیو هیوادونو او د امریکا له پوځي قومندانانو سره د قطر په موافقې باندې د غور او د مشورې کولو په حال کښې دی .
جیک سالیوان وویل د بایډن حکومت به په راتلونکو ورځو او اونیو کښې له افغانستان څخه د امریکا د عسکرو د ایستلو د مسلې په هکله فیصله وکړي .
البته دغه څرګندونې په جیک سالیوان پورې محدودې نه دي بلکې له دې مخکې د امریکا دفاع وزیر هم ویلي وو چې واشنګټن به د قطر په موافقې کښې د بیا کتنې په هکله د واشنګټن له متحدانو سره مشوره وکړي او د امریکا عسکر به په بیړې سره له افغانستان څخه ونه وځي .
په هر حال د افغانستان په هکله د ولسمشر جوبایډن په فیصلې باندې د امریکا د ملي امنیت د سلاکار جیک سالیوان او د نورو لوړرتبه چارواکو ټینګار په داسې شرایطو کښې دی چې د ناټو د دفاع وزیرانو وروستۍ غونډه په افغانستان کښې د ناټو او د امریکا د پوځي شتون د دوام یا د عسکرو د ایستلو په هکله له کومې فیصلې پرته پاې ته ورسیدله .
د افغانستان په هکله د امریکا د نویو سیاستونو د اعلانولو لپاره د واشنګټن د چارواکو هڅه په داسې حال کښې زیاته شوي ده چې د طالبانو او د امریکا ترمینځ د تیر میلادي کال د موافقې پراساس واشنګټن ژمن شوی یوشمیر امنیتي ژمنو ته د طالبانو د پاې بندۍ په شرط ټول خارجي عسکر د روان میلادي کال د اپریل میاشتې تر پاې پورې له افغانستان څخه وباسي .
په هر حال د امریکا ولسمشر جوبایډن په داسې حال کښې له افغانستان څخه د واشنګټن د پاتې عسکرو د ایستلو لپاره ټاکل شوي نیټې ته نږدې کیږي چې د هغه پوځي او استخباراتي سلاکارانو د هغه مخ ته درې (۳)لارې کیښودلي دي .
د امریکا واشنګټن پوسټ ورځپاڼې لیکلي لومړۍ وړاندیز شوي لاره په ټاکلي نیټه یعني د مي د میاشتې په لومړۍ(۱) نیټه د عسکرو ایستل دي حتی که چیرې دغه وتل د افغانستان د حکومت د نسکوریدا او کورني جنګ ته د هیواد پریوتو په بیه هم وي .
دوهمه (۲) لاره د محدودې مودې لپاره د خارجي عسکرو د شتون تمدیدل دي چې باید له دې لارې له طالبانو سره خبرې اترې وشي او دریمه (۳) او نهايي لاره هم تر نامعلومې مودې لپاره د بهرنیو عسکرو د شتون دوام دی .
په داسې حال کښې چې د جو بایډن حکومت له طالبانو سره په شوي موافقې غور کول په اجنډا کښې لري چې د افغانستان د ملي امنیت د شورا د ویاند «رحمت الله اندړ » په وینا امریکا د دغه موافقې په لاسلیک کولو کښې د افغانستان له حکومت سره ضروري مشورې نه دي کړي .
رحمت الله اندړ وویل دغه موافقه نه ده توانیدلي چې د سولې له ټینګیدا ، د جنګ له ختمیدا ، د وینې د تویدا له بندیدا او د افغانستان د خلکو د حالت له ښه کیدا سره مرسته وکړي .
د افغانستان د ملي امنیت د شورا د ویاند رحمت الله اندړ اشاره په قطر کښې د افغانستان د سولې خبرو اترو ته ده کومې چې له بندون سره مخ دي او د افغانستان او د طالبانو مرکچي ډلو له تیرې یوې (۱) میاشتې راهسې تراوسه هیڅ کتنه نه ده کړي .
په ټول کښې باید ووایو د هغو نښو نښانو پراساس چې د امریکا د نوي ولسمشر جوبایډن حکومت یې لري بایډن نیت لري له افغانستان څخه د واشنګټن د عسکرو د ایستلو لپاره د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ په فیصلې کښې بیا کتنه وکړي .
د امریکا او د طالبانو د موافقې پراساس چې د تیر کال د کب د میاشتې په لسمه (۱۰) نیټه لاسلیک شوه ټول خارجي عسکر باید د روان میلادي کال په مي میاشت کښې له افغانستان څخه ووځي .
سره له دې امریکا په تیرو میاشتو کښې ټینګار کړی دی چې له افغانستان څخه وتل په شرایطو او د طالبانو د ژمنو په اجرا پورې اړه لري .
داسې ښکاري د امریکا د ولسمشر جوبایډن حکومت د قطر د موافقې پرځاې د سټراتیژیکې موافقې او د افغانستان له حکومت سره د امریکا د امنیتي تړون په فکر کښې ده .
په همدې دلیل د جوبایډن حکومت په افغانستان کښې د امریکا د ګټو په ساتلو سره په سوکه سوکه د عسکرو ایستل تعقیبوي .
د جوبایډن له نظره چین او روسیه هماغه راز د امریکا لپاره سټراتيژیک ګواښ ګڼل کیږي او په همدې دلیل په افغانستان کښې د امریکا شتون ضروري دی .