مارشال دوستم پلازمینې کابل ته تلی دی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i97018-مارشال_دوستم_پلازمینې_کابل_ته_تلی_دی
د افغانستان د ملي او اسلامي غورځنګ مشر عبدالرشید دوستم د مارشلۍ د رتبې له ترلاسه کولو وروسته په وړومبي ځل پرون کابل ته لاړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 28, 2021 01:45 Asia/Kabul
  • مارشال دوستم پلازمینې کابل ته تلی دی

د افغانستان د ملي او اسلامي غورځنګ مشر عبدالرشید دوستم د مارشلۍ د رتبې له ترلاسه کولو وروسته په وړومبي ځل پرون کابل ته لاړ.

د افغانستان د ملي او اسلامي غورځنګ مشر عبدالرشید دوستم د مارشلۍ د رتبې له ترلاسه کولو وروسته په وړومبي ځل پرون کابل ته لاړ.

په کابل کښې د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا د مشر عبد الله عبد الله او د کابل ښار د ګڼو خلکو له خوا د مارشال عبدالرشید دوستم هرکلې وشه. ټاکل شوې چې دوستم به په کابل کښې د خپل شتون پرمهال د افغانستان له ولسمشر محمد اشرف غني او یوشمیر نورو سیاسي شخصیتونو سره ملاقاتونه وکړي.

د ویلو ده چې مارشال دوستم د تیر کال د ولسمشرۍ په جنجالي انتخاباتو کښې له عبد الله عبد الله ملاتړ وکړ او د نوي حکومت له جوړیدو وروسته ورته د مارشالۍ د رتبې ورکړه د اشرف غني او عبد الله عبد الله ترمینځ د شوې سیاسي موافقې یوه برخه وه.

د دوستم اصلي مرکز چې د ترک توکمه خلکو او د افغانستان د سیاسي شخصیتونو ترمینځ ځانګړې موقعیت لري، د جوزجان ولایت مرکز شبرغان ښار دی.