-
طالبانو له جرمني څخه افغانستان ته لیږل شوي کډوال په ضمانت خوشې کړل
Sep 07, 2024 11:22په دوحه کې د طالبانو د دفتر مشر سهیل شاهین وايي، دوی هغه کډوال چې له جرمني څخه افغانستان ته استول شوي وو، په ضمانت خوشي کړي دي.
-
د روان کال تر اکتوبر به ۱۲نيم ميليونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ وي
Sep 07, 2024 02:46په افغانستان کې د خوړو د نړیوال پرګرام ډبيلوايفپي څانګه اټکل کوي، چې د تېرې مې او راروانې اکتوبر میاشتو ترمنځ موده کې به نژدې دولس نیم میلیون افغانان د خوړو له سختې ناامنۍ سره مخامخ وي.
-
تروریزم د افغانستان او نړۍ د امنیت لپاره یو تر ټولو جدي ګواښ دی
Sep 07, 2024 02:43په ملګرو ملتونو کې د اسلووني استازي سامویل ژبوګار او د امنیت شورا پړاویز رييس د یوې اعلامیې له لارې په کابل کې وروستی برید غندلی او ويلي چې د هرې بڼې تروریزم په افغانستان او نړۍ کې د سولې او امنیت لپاره تر ټولو جدي ګواښ دی.
-
افغان طالبانو له جرمني څخه ایستل شوي افغانان په ضمانت له بنده خوشي کړل
Sep 07, 2024 02:38د طالبانو سرپرست حکومت هغه ۲۸ تنه افغانان، چې په جرمني کې په جنايي جرمونو بندیان شوي او بیا افغانستان ته استول شوي وو، په ضمانت خوشي کړي دي.
-
قرغیزستان د تروریستي ډلو له لیست څخه د طالبانو نوم ایستلی دی
Sep 05, 2024 12:12د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې، قرغیزستان د ممنوعه ډلو له نوملړ څخه د طالبانو نوم ایستلی دی.
-
د سرپرست حکومت د ریاست الوزرا له سیاسي مرستیال سره د یوناما د مشرې لیدنه
Sep 05, 2024 12:08د یوناما د سرمنشي ځانګړې استازې او د یوناما مشرې روزا اوتنبایوا د سرپرست حکومت د ریاست الوزرا له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره په لیدنه کې ویلي چې یوناما به په افغانستان کې د کوکنارو د بدیل کښت په اړه د هېوادونو او خصوصي موسسو له استازو سره غونډه ترسره کړي.
-
په افغانستان کې د ښځو د حقونو پر وړاندې د کابو ۷۰ فرمانونو صادرېدل
Sep 05, 2024 12:04د ملګرو ملتونو د ښځو څانګه وايي چې د افغانستان سرپرست حکومت په تېرو درېیو کلونو کې، د ښځو د حقونو په اړه لږ تر لږه اویا فرمانونه صادر کړي دي.
-
د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله د جمعې په ورځ له تایلنډ سره لوبه کوي
Sep 05, 2024 11:51ټاکل شوې د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله د جمعې په ورځ د وږي په شپاړسمه د کانټینینټال پنځه اړخیزو سیالیو په لړ کې، خپله څلورمه لوبه له ټایلنډ سره وکړي.
-
په افغانستان کې د داعش د فعالیتونو په اړه اندېښنې
Sep 05, 2024 11:38د ملګرو ملتونو سرمنشي آنتونیو ګوترش امنیت شورا ته په خپل نوي راپور کې، په افغانستان کې د داعش د خراسان څانګې د مخ پر زیاتیدونکي ګواښونو په اړه، خبرداری ورکړی.
-
طالبانو د بيلابيلو وزارتونو له کارکوونکو دیني ازموینه واخیسته
Sep 05, 2024 02:59سرچینې وايي چې د طالبانو امر باالمعروف او نهی عنی المنکر وزارت د بېلابېلو وزارتونو له کارکوونکو دیني ازموینه اخیستې ده.