ولادیمیرپوتین ښاغلي پزشکیان ته د بریکس په سرمشریزه کې د ګډون بلنه ورکړه
(last modified Sun, 18 Aug 2024 01:28:29 GMT )
Aug 18, 2024 05:58 Asia/Kabul
  • ولادیمیرپوتین ښاغلي پزشکیان ته د بریکس په سرمشریزه کې د ګډون بلنه ورکړه

په ماسکو کښې د ایران سفیر د د بریکس په ډله کښې د ایران غړیتوب د ایران د ډیپلوماسۍ له بریالیتوبونو وباله او زیاته یې کړه: د روسیې د پړوایزې مشرۍ او له دغه هیواد سره د ښو اړیکو له امله ایران د بریکس په ټولو غونډو کښې په لوړه کچه ګډون وکړ

 

په ماسکو کښې د ایران د اسلامی جمهوریت سفیر د بریکس ډلې په سرمشریزه کښې د ګډون لپاره د ایران ولسمشر ته د روسیې د ولسمشر رسمی بلنه خبرورکړ.

د ایرنا په وینا په مسکو کښې د ایران د اسلامی جمهوریت سفیر کاظم جلالی وویل: د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د بریکس په سرمشریزه کښې د ګډون لپاره د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر ته بلنه ورکړه چې د پزشکیان  له خوا ومنل شوه.

په ماسکو کښې د ایران سفیر د د بریکس په ډله کښې د ایران غړیتوب د ایران د ډیپلوماسۍ له بریالیتوبونو وباله او زیاته یې کړه: د روسیې د پړوایزې  مشرۍ او له دغه هیواد سره د ښو اړیکو له امله ایران د بریکس په ټولو غونډو کښې  په لوړه کچه ګډون وکړ

جلالي زیاته کړه: د بریکس په سرمشریزه کښې به د ایران د اسلامي جمهوریت او روسیې ترمینځ د هراړخیز اوږدمهاله همکارۍ د موافقې د لاسلیکولو په احتمال خبرې وشي. د بریکس راتلونکې سرمشریزه به د اکتوبر له  22تر-24 د روسیې د تاتارستان په مرکز کازان کې جوړه شي.

 

ټیګونه