د زمري د ۲۸ نیټې کودتا د امریکا او د بریتانیا پر مخ داغ ده
زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند« ناصر کنعاني چافي» وویل د دیارلس سوه دوه دیرشم هجري لمریز کال د زمري د میاشتې د اتویشتمې نیټې په کودتا کښې د ایران د خلکو د منتخب حکومت د نسکورولو او له ظلم څخه د سیاسي ، پوځي او امنیتي ملاتړ داغ به تر ابده پورې د امریکا او د انګلستان د رژيمونو په تندي باندې پاتې وي.
د دیارلس سوه دوه دیرشم هجري لمریز کال د زمري د میاشتې په اتویشتمه نیټه د ایران د باچا ظالم رژیم د پوځ یوشمیر پوځیانو د امریکا او د انګلستان په ملګرتیا سره د هغه وخت د لومړي وزیر محمد مصادق د حکومت په نسکورولو سره یوځل بیا محمد رضا پهلوي واک ته ورسوه.
د نولس سوه درې پنځوسم میلادي کال د اګست د میاشتې د امریکا او د انګلستان کودتا چې د هغه وخت د لومړي وزیر محمد مصدق د قانوني حکومت د نسکوریدا سبب شوه د اسلامي انقلاب له بریالیتوب مخکې د ایران د سیاسي تاریخ د حساس پړاو یادونه کوي.
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ناصر کنعاني چافي هم په ایکس اینټرنیټ پاڼې کښې ولیکل په نورو هیوادونو کښې د غلامونو جوړول، استعمار ، کودتاګانې او پوځي لاسوهنې په دنیا کښې د امریکا او د انګلستان د لاسوهنو د شرمونکي او د تیارې مخینې یوازنۍ برخه ده.
هغه زیاته کړه امریکا او انګلستان په دغه تورې کارنامې سره همدا اوس د فلسطین په غزې تړانګه کښې د نسل کشۍ او د اسرائیلو د نژاد پرست او د جعلي رژیم د نامحدود ملاتړ په حال کښې دي او دا په داسې حال کښې دي چې دغه دوه هیوادونه ځانونه د بشري حقوقو او د ډیموکراسۍ بیرغوال ګڼي!