د څوارلسم حکومت د وزیرانو د صلاحیتونو د تائیدولو لپاره د اسلامي شورا د رایو ورکولو بهیر ته کتنه:-
(last modified Sun, 18 Aug 2024 09:07:56 GMT )
Aug 18, 2024 13:37 Asia/Kabul
  • د څوارلسم حکومت د وزیرانو د صلاحیتونو د تائیدولو لپاره د اسلامي شورا د رایو ورکولو بهیر ته کتنه:-

د ایران د څوارلسم حکومت د وړاندیزي وزیرانو د تائیدولو او د رایو د اچولو لپاره د اسلامي شورا د استازیو غونډې دوام لري.

د ایران د اسلامي شورا استازیو د څوارلسم حکومت د وړاندیزي وزیرانو په صلاحیت د غور کولو بهیر ته نن هم دوام ورکړ.

د اسلامي ایران ولسمشر مسعود پزشکیان په تیرې شنبې ورځ او د رایو د اچولو په لومړۍ ورځ پارلمان ته ورغی او د اسلامي شورا د مشر محمد باقر قالیباف له وینا وروسته د څوارلسم حکومت د پروګرامونو دفاع یې وکړه او د خپلو وړاندیزي وزیرانو او د حکومت  تر ټولو مهم لومړیتوب یې د پراختیا د اوم پروګرام اجرا کول وبلل.

د ایران د وزیرانو په صلاحیتونو باندې غور کول به د روانې اونۍ تر چهارشنبې ورځې پورې په اسلامي شورا کښې دوام ولري او وړاندیزي وزیران به خپل پروګرامونه د پارلمان استازیو ته وړاندې کړي.

د ایران د پارلمان استازي هم په دوو موافقو او مخالفو ډلو مشتمل دي او دوې د وړاندیزي وزیرانو د پروګرامونو د ملاتړ او  یا ورباندې د نیوکو په هکله ویناګانې کوي.

د ایران د اسلامي شورا د رایو د اچولو بهیر به په راتلونکي چهارشنبې ورځې ترسره شي.

د ایران ولسمشر پزشکیان به هم د رایو د اچولو په اخري ورځ پارلمان ته ورشي او له رایو اچول کیدا مخکې د اخري ځل لپاره د خپلو وړاندیزي وزیرانو د دفاع لپاره خپل نظرونه وړاندې کوي.

د ایران د  ولسمشرۍ څوارلسم انتخابات روان کال په خاصو شرایطو کښې ترسره شول.

د اسلامي ایران د اتم ولسمشر سید ابراهیم رئیسي د هیلي کوپټر له نسکوریدا او د ولسمشر او د ورسره ملګرو له شهادت وروسته د اساسي قانون پراساس د انتخاباتو د ترسره کیدا شرایط برابر شول او نوی  ولسمشر مسعود پزشکیان بالاخره په دوه مرحله اي انتخاباتو کښې په خپل سیال سعید جلیلي باندې بریالي کیدا سره ولسمشر شو.

د ایران د وزیرانو د انتخابولو بهیر دا ځل له مخکې څخه په متفاوت ډول ترسره شو او ولسمشر مسعود پزشکیان د تخصصي ډلو په جوړولو او د بیلابیلو نظرونو او لیدتوګو په نظر کښې نیولو سره خپل وړاندیزي وزیران پارلمان ته معرفي کړل.

د ایران د دولسم پارلمان استازیو هم د وړاندیزي وزیرانو په صلاحیتونو باندې د غور کار د ولسمشر د کلي کړنلارې او د پروګرامونو په هکله د خپلو لیدتوګو په بیانولو سره پیل  کړ.

د ایران د څوارلسم حکومت وړاندیزي وزیران له بیلابیلو سیاسي پرګنو څخه دي او د کابینې په غړیو کښې میرمن« فرزانه صادق مالواجرد» هم د څوارلسم حکومت د لارو او د ښارونو د جوړولو د وزارت د یوازنې ښځینه وزیرې په توګه پارلمان ته معرفي شوي ده.

سید اسماعیل خطیب د استخباراتو د وزیر، محمد اسلامي د اټومي انرژۍ د ادارې د مشر  او عباس علي ابادي هم د دیارلسم حکومت وزیران او غړي دي چې د څوارلسم حکومت لپاره پارلمان ته معرفي شوي دي.

خو د ایران د ولسمشر مسعود پزشکیان خارجي سیاست او اقتصادي ټیم له مخکني حکومت سره یوشمیر تفاوتونه لري او عبدالناصر همتي د اقتصاد د وزیر او عباس عراقچي هم د وړاندیزي خارجه وزیر په توګه پارلمان ته معرفي شوي دي.

په وروستیو ورځو کښې د پارلمان د استازیو د خبرو اترو او د نظرونو مطرح کیدل ښودنه کوي چې پارلمان خپل بنسټ او غوښتنه له څوارلسم حکومت سره زیاته همکاري او ملګرتیا ګرځولي ده او اکثره وړاندیزي وزیران به د پارلمان د استازیو لخوا د باور رایو په ترلاسه کولو بریالي شي.

د ایران د اسلامي شورا د استازیو د رایو له اچولو وروسته او کوم وزیر ته د نا باور رایې د ورکول  کیدا په بڼه کښې ولسمشر به  په قانوني فرصت کښې بل نوی کس د وړاندیزي وزیر په توګه معرفي کړي او په پارلمان کښې د رایو اچولو بهیر به بیا ترسره شي.

وړاندیزي وزیرانو ته د باور راې لپاره د پارلمان د رایو د ورکولو غونډې په داسې شرایطو کښې ترسره کیږي چې کورنیو شرایطو او نړیوالو بدلونونو ته په پام سره د نظام د ارکانو ترمینځ د یوزړه توب او د وفاق ضرورت له بل هر وخت څخه زیات ضروري ګڼل کیږي.

د ایران د ولسمشر لخوا وړاندې شویو پروګرامونو ته په پام سره اقتصاد او بهرنی سیاست به د څوارلسم حکومت اصلي لومړیتوب وي او په دې لاره کښې به وړاندیزي وزیرانو ته د پارلمان د استازیو باور رایې ورکول به د کابینې په قدرت سره د کار د پیلولو لپاره هیله بخښونکی ټکی وي.

 

ټیګونه