غزې کښې اوربند د ایران له حملې سره ارتباط نلري
(last modified Mon, 19 Aug 2024 11:20:10 GMT )
Aug 19, 2024 15:50 Asia/Kabul
  • غزې کښې اوربند د ایران له حملې سره ارتباط نلري

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند «ناصر کنعاني چافي» وویل د ایران د اسلامي جمهوریت د رسمي میلمه په توګه د شهید اسماعیل هنیه ټرور ته د تهران ځواب د غزې تړانګې د اوربند له خبرو سره هیڅ ارتباط نلري.

هغه نن په اونیزې خبرې غونډې کښې په دې خبرې باندې ټینګار سره چې ایران د غزې د جنګ د بندیدا او د اوربند د ټینګیدا لپاره تر ټولو قوي او تر ټولومهم سیمه ئیز او نړیوال ملاتړی و او دی او هماغه راز هم د هغو اقداماتو چې په دې لړ کښې وي ملاتړ کوي وویل د اسرائیلو رژیم وښودله چې د جنګ بندولو او د اوربند ټینګولو ته ګروهنه نلري او په قطر کښې له وروستیو خبرو وروسته غبرګونونه هم دغه خبره په ګوته کوي.

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ناصر کنعاني چافي په غزې کښې سمدستي د اوربند په تینګیدا باندې ټینګار سره وویل شک نشته چې د صهیونیسټ رژيم د جنایتونو دوام د امریکا د دباونو په وجه د نړیوالې ټولنې په تیره بیا د ملګروملتونو د امنیت شورا د بې عملۍ نتیجه دی او ایران په تیرو میاشتو کښې یو تر ټولو مهم هیواد دی چې په صادقانه ډول یې د صهیونیسټ رژيم د وژلې د ماشین د بندولو لپاره له خپل ټول ډيپلوماټیک توان او ظرفیت څخه استفاده کړي ده.

هغه په دې خبرې سره چې د اوربند غونډسکه د امریکا او د اسرائیلو په ځمکه کښې ده ټینګار کړ په دې هکله فیصله کول د فلسطین د خلکو پرغاړه ده.

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند د لبنان په هکله هم په دې خبرې باندې ټینګار سره چې ایران به د سیمې د امنیت د  تامینولو په هکله هیڅ شک ونکړي او صهیونیسټ رژیم د سیمې د ټولو هیوادونو پرضد ګواښ ګڼي وویل د لبنان حکومت او پوځ وښودله چې د صهیونیسټ رژيم د بلا غوښتنې په مقابل کښې مقاومت کوي او د هر ډول نوي تیریګرې په مقابل کښې به مقاومت وکړي.

 

ټیګونه