له اسرائیلو ملاتړونه د جنایتونو د دوام سبب دي
زمونږ خبریال راپور راکړی د اسلامي ایران ولسمشر مسعود پزشکیان او د مالیزیا لومړي وزیر انور ابراهیم د دوه اړخیزه اړیکو په حالت او په لویدیځې اسیا سیمې کښې په روانو حالاتو باندې غور کولو سره له صهیونیسټ رژيم څخه د ځینو لویدیځو هیوادونو ملاتړونه په غزې تړانګه کښې د جنایتونو د دوام سبب وبلل.
د ایران ولسمشر او د مالیزیا لومړي وزیر په ټيلي فوني خبرو کښې په غزې تړانګه کښې د فلسطین په وړاندې د امریکا او د ځینو اروپايي هیوادونو په سیاستونو او اقداماتو باندې نیوکې سره ټینګار وکړ له صهیونیسټ رژیم څځه د ځینو هیوادونو وسله وال او رسندوي ملاتړونه د بشري حقوقو د دفاع او په غزې کښې د اوربند د ټینګولو لپاره د هڅې د ادعا په اپوټه دي.
د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان او د مالیزیا لومړي وزیر انور ابراهیم دغه راز په غزې تړانګه کښې د فلسطینیانو د نسل کشۍ او د وژلې له بندولو او د صهیونیسټ رژیم له جنایتونو سره د مقابلې لپاره د اسلامي هیوادونو په غږمله اقدام او اتحاد باندې ټينګار سره وویل د اسلامي ملګرتیا د غړیو هیوادونو د مشرانو د غونډې ترسره کول په دې لړ کښې اغیز شیندونکی اقدام دی.