صهیونیسټي پوځ نن بیا په لس هاؤ فلسطینیان شهیدان او ژوبل کړل
(last modified Tue, 20 Aug 2024 09:43:19 GMT )
Aug 20, 2024 14:13 Asia/Kabul
  • صهیونیسټي پوځ نن بیا په لس هاؤ فلسطینیان شهیدان او ژوبل کړل

بری سرچینو خبر ورکړی دی چې د غزې تړانګې په مرکز او جنوب کې د صهیونیسټي رژیم د پوځیانو د نن ورځې د حملو په پایله کې څوارلس فلسطینیان شهیدان او شپاړس نور ټپیان شوي.

دا په داسې حال کې ده چې د فلسطین مقاومت ډلې د اوربند لپاره د امریکا نوی وړاندیز د جګړې د اوږدولو لپاره د امریکا او نتانیاهو یوه هڅه ګڼي.

د صهیونیسټ رژیم پوځیانو نن سهار د غزې تړانګې په بېلا بېلو سیمو د بمباریو په ترڅ کې په لویدیځه غاړه کې په دریو سیمو حملې کړي.

خبری سرچینو همدا راز د غزې تړانګې په مرکز او جنوب کې د صهیونیسټي رژیم د پوځیانو د حملو په نتیجه کې لږ تر لږه د څوارلس فلسطینیان  د شهادت خبر ورکړی دی.

الجزیرې هم د فلسطیني سرچینو په حواله راپور ورکړی چې صهیونیسټي پوځیانو د سه شنبې په ورځ د رفح ښار په شمال لویدیځ کې په المواصي سیمه کې د فلسطیني کډوالو خیمې په نښه کړې.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، د دغو بريدونو په پايله کې دوه فلسطينيان شهيدان او شپاړس نور ټپيان شول.

په عین حال کې الجزیرې د غزې د تړانګې د مرکز په البریج کمپ کې د یوې فلسطینۍ کورنۍ د پنځو غړو د شهادت خبر ورکړی دی.

فلسطیني سرچینو هم د غزې تړانګې په شمال او مرکز کې په بمباریو کې د حماس د سیاسي دفتر د پخواني مشر اسماعیل هنیه د دوو پخوانیو ملګرو د شهادت خبر ورکړی.

 

ټیګونه