د کربلا به میلیوني لاریون کې ولوله اوحماسه د امام حسین(ع) دغورځنګ بریالیتوب شاهده ده
(last modified Sun, 25 Aug 2024 09:16:59 GMT )
Aug 25, 2024 13:46 Asia/Kabul
  • د کربلا به میلیوني لاریون کې ولوله اوحماسه د امام حسین(ع) دغورځنګ بریالیتوب شاهده ده

پترس ټودې - د نیجریه د اسلامی غورځنګ رهبر شیخ ابراهیم الزکزکي په دې خبرې په ټينګار سره چې له فلسطین څخه د ملاتړ ټول دریځونه د امام حسین علیه السلام له غورځنګه سرچینه اخلي، ووئيل؛ د نجف کربلا په لاره کې دغه  میلیوني غونډیدا دامام حسین علیه السلام د غورځنګ پر بریالیتوب شاهدي ده او د اسرائيلو د نابودۍ  او د غزې تړانګې د مقاومت کونکو د بریالیتوب نښې نښانې رابرسیره کوي.

پارس ټوډې راپور ورکړی، د نیجریه د اسلامی غورځنګ رهبر شیخ ابراهیم زکزکي د کربلا معلی د زیارتوالو د میلیوني لاریون  په لاره کې د نداءالاقی موکب په پایزو دستورو کې  دې ته په اشارې سره چې  د فلسطین مظلوم خلک د نړۍ له ټولو مستکبرانو سره په جنګ بوخت دي ، ووئيل؛نیواکګر رژیم  له هغو ټولو ملاتړونو سره سره چې د سترو قدرتونو له خوا ئې  ترلاسه کوي، د بې ګناه او مظلومو خلکو  له وژلو پرته ئې بله بریا نه ده درلودلې.

 هغه چې د اربعیّن زیارت په شپو ورخو کې عراق ته تللی، په دې خبرې په ټينګار سره چې طوفان الاقصی عملیات له هماغه لومړۍ ورځ راهسې دغزې لپاره  یو بریالیتوب دی ووئيلګ د فلسطینیانو ایمان او ثابته پاتیکیدا اسلام ته د نړیوالو نظر بدل کړ.

 هغه په دې خبرې کولو سره چې حضرت امام حسین علیه السلام پخپل پاڅون کې بریالی شو د نړیوالو افکار بدل کړي ووئيل؛ دا ټول خلک چې د کربلا په لور روان دي، د امام حسین د مرستې چغې ته لبیک وائي.

د نیجریه د اسلامی غورځنګ رهبر دغه راز په دې خبرې په ټينګار سره چې  ددغو میلیوني خلکو اوسني لویه ولوله او  پرتم  پر تورې د وینې د بریالیتوب ګواهي ورکوي ، روښانه کړه ،زه ځان مجبورَم  او هره ورځ په غزې تړانګې کې له کړاؤ  احساسولو سره سره  دغزې ددردناکې صحنې وینم. هغه په دې خبرې کولو سره چې له فلسطینه د ملاتړ  درست دریځونه  د امام حسین (ع) له مکتبه سرچینه اخلي،ووئيل؛ د کربلا په لاره کې د حسینی اربعیّن د مونږ زیارتوالو دغه لویه  غونډه او ولوله  د امام حسین دغورځنګ پر بریالیتوب شاهده  ده  او د اسرائيلو د نابودۍ او د  غزې د بریالیتوب ځانګړنو ته اشاره  کوي.  

 

ټیګونه