امریکا د حزب الله د حملو په معلومولو کښې له اسرائیلو سره مرسته وکړه
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د امریکا د دفاع وزارت پینټاګان یوه چارواکي چې غوښتل نوم یې په ډاګه نشي په دې خبرې سره چې امریکا په لبنان کښې د حزب الله په مرکزونو باندې د صهیونیسټ رژيم په حملو کښې هیڅ لاس نه دی لرلي ټینګار وکړ واشنګټن په اسرائیلو باندې د حزب الله غورځنګ د حملو په معلومولو کښې له دغه رژيم سره مرسته وکړه.
د امریکا د دفاع وزارت دغه چارواکي هغو څو اړخیزه ګواښونو ته په اشارې سره چې حاضردمه صهیونیسټ رژيم ورسره مخامخ دی وویل مونږ له نږدې څخه حالت څارو او د ایران او په سیمه کښې د نورو ډلو د حملو په وړاندې د اسرائیلو رژيم د دفاعي اقداماتو د ملاتړ لپاره چمتو یوو.
امریکا په هغو جنګي کشتیو سره چې د مدیترانې سمندر په ختیځ کښې یې دیره کړي دي او په خپلو بې پایلوته الوتکو سره په سیمه کښې د پوځي خوځښتونو د معلومولو او د اطلاعاتو د راغونډولو کوشش کوي.
په صهیونیسټ رژیم باندې د لبنان د حزب الله غورځنګ له غچ اخیستونکي حملې څخه د ویرې د احساسولو په بهیر کښې د امریکا دفاع وزارت فیصله کړي ده چې په مینځني ختیځ کښې د دوو الوتکو وړونکو جنګي بیړیو دیره کیدل تمدید کړي.