لویدیځوال دې اسلامی نړۍ ته  بشری حقوق نه وریادوي
(last modified Mon, 26 Aug 2024 23:59:28 GMT )
Aug 27, 2024 04:29 Asia/Kabul
  • لویدیځوال دې اسلامی نړۍ ته  بشری حقوق نه وریادوي

د برونائي سلطان  حاجی حسن ابولکیاه او د ملایشیا لومړي وزیر انور ابراهیم  په دغې ناستې کې د لویدیځي آسیا سیمې په بوږنونکي وضعیّت  او د نیواکګر قدرت په وسیله په غزې تړانګې کې په نسل وژنې او دوامدارو تیریو باندې  چې د پراخو مرګ ژوبلو  او د انساني غمیزې سبب شوي ، سخته اندیښنه ښودلې او دا اقدامات ئې په سخته محکوم کړي دي. دوي پر نړیوالې ټولنې غږ کړی چې  د دوامدارو تیریو او د سیمو د کنډوالو د مخنیوی لپاره  دې له یوه بل سره ملګرتیا وکړي او سیمې ته د دې  جنګ جګړو د لاپراختیا مخه ونیسي. 

د ملایشیا لومړي وزیر انور ابراهیم د نړیوالو رسندویو له لارې د غزې  جنګ د تحریف لپاره د لویدیځوالو هڅې ته په اشارې سره  ووئيل،ضرورت نشته چې لویدیځي هیوادونه دې ډيموکراسي او بشری حقوق اسلامی نړۍ ته وریاد کړي.

ایرناخبری آژانس راپور ورکړ،   انور ابراهیم  په کوالالامپور  کې  د ملایشیا دجامع جومات د غونډې په پرانیستونکو دستورو کې ددې خبرې په کولو سره چې  لویدیځي نړۍ دې په غزې کې  د جنګ په باب د ؛ ناسمو روایتونو ؛ وړاندې کولو په باب  د نړیوالو رسندویو د کنټرولولو لپاره له هڅې لاس واخلي ټينګار وکړ،  لازمه نه ده  لویدیځ اسلامي نړۍ ته د ډيموکراسۍ ، بشری حقوقو او  تل پاتې پراختیا  معنا ورزده کړي.

د ملایشیا لومړي وزیر  ووئيل، د فلسطین ناکراري  د تیر کال داکتوبر په اومه نیټه د حماس غورځنګ د عملیاتو په وجه  نه دي ،بلکې له ۱۹۴۸کال څخه پیل شوي دي او  له هغه مهاله تر دې دمه دوام لري. هغه زیاته کړې، ملایشیا ژمنه ده  په اسرائيلو کې  ثبت شوو شرکتونو ته  په دغه هیواد کې  د هرډول واریدیدا او فعالیتونو اجازت  ورنکړي.

ټیګونه