عراق کښې د امریکايي پوځیانو د شتون د وخت له غزولو سره د بغداد مخالفت
(last modified Mon, 09 Sep 2024 01:09:19 GMT )
Sep 09, 2024 05:39 Asia/Kabul
  • عراق کښې د امریکايي پوځیانو د شتون د وخت له غزولو سره د بغداد مخالفت

د عراق دفاع وزیر په دغه هیواد کښې د امریکايي پوځیانو د پاتې کیدو د تمدید لپاره د واشنګټن له وړاندیز سره د بغداد د مخالفت خبر ورکړ.

د ایرنا په لیکنه، د عراق دفاع وزیر « ثابت العباسي» وویل چې د عراق او امریکې پوځي کمیټې د امریکايي پوځیانو د ماموریت د پاې ته رسیدو او په دوو مرحلو کښې د هغوي د وتلو په سر موافقې ته رسیدلې دي.

د عراق د دفاع وزیر په وینا، د امریکايي پوځیانو د وتلو اول پړاؤ به سږ کال پیل شي او د ۲۰۲۵ کال تر پاې به دوام وکړي او دویم پړاو به یې هم په ۲۰۲۶ کال کښې په بشپړه توګه سر ته ورسي.

په عین حال کښې رویټرز خبري آژانس په دې وروستیو کښې د څو خبر سرچینو له قوله رپورټ ورکړی و چې امریکا او عراق له عراقه د ائتلافي ځواکونو د وتنې د پروګرام په هکله کابو د شپږو میاشتو له مذاکرې وروسته هوکړې ته رسیدلي دي.

امریکې د داعش خلاف د تش د نامې ائتلاف د برخې په نامه، کابو دوه نیم زره پوځیان په عراق کښې او نهه سوه ځواکونه یې په سوریې کښې دیره کړي دي.

 

ټیګونه