عربستان او کویت هم د فلسطینیانو خلاف د صهیونیسټي رژیم تازه جنایت وغنده
(last modified Wed, 11 Sep 2024 03:06:40 GMT )
Sep 11, 2024 07:36 Asia/Kabul
  • عربستان او کویت هم د فلسطینیانو خلاف د صهیونیسټي رژیم تازه جنایت وغنده

سعودی عربستان او کویت په جلا جلا بیانیو کښې د غزې تړانګې په جنوب کښې د فلسطینیانو پرضد د صهیونیسټ رژیم وروستی جنایت وغانده .

د ایرنا د خبر له مخې د سعودی عربستان خارجه وزارت په یوې بیانیې کښې د فلسطین په خلاف د صهیونیسټ رژیم د جنایتونو له دوام سره د سخت مخالفت په څرګندولو سره په غزه کښې د سمدستی اوربند غوښتنه وکړه .

دسعودي عربستان دبهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې د غزې د تړانګې په جنوب کښې د خان یونس په ښار کښې د المواصي سیمې په نښه کول د جعلي  صهیونیسټي رژیم د جنګي ماشین د پرله پسې تیریو په دوام کښې د ملکي وګړو خلاف یو بل تیری دی.

د کویت د بهرنیو چارو وزارت هم په یوه بیانیه کښې په خان یونس کښې د بې ګناه فلسطینی کډوالو په خلاف د صهیونیسټ رژیم نوی غیر قانونی جنایت وغانده او اعلان یې وکړ چې د ښځو او ماشومانو په شمول په بې دفاع ملکیانو وحشیانه حملې د غاصبو صهیونیسټانو د جنایت ثبوت دی. دغه رژيم د فلسطينيانو په وړاندې د نسل وژنې جګړه کوي چې د نړيوالو قوانينو او د نړيوالو بشري حقونو څخه ښکاره سرغړونه ده.

د کویت د بهرنیو چارو وزارت له نړیوالې ټولنې او امنیت شورا وغوښتل چې په غزې تړانګه کښې د غاصب صهیونیسټ رژیم د نسل وژنې د بندولو لپاره بیړنی اقدام وکړی.

د صهيونېسټ رژيم لخوا د سه شنبې په ورځ (سپتمبر ۱۰) سهار وختي د خان يونس په المواصي سيمه کښې د فلسطيني کډوالو په خېمو باندې د صهيونېسټ رژيم لخوا په حمله کښې ۴۰ تنه شهيدان او ۶۰ تنه ژوبل شول.

 

ټیګونه