د حزب الله پرضد د اسرائیلو جنګ ختمیدونکی جنګ دی
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د لبنان د حزب الله یوه چارواکي له نیواکګرانو سره د ځمکني جنګ لپاره د شهید فواد شکري شوق ته په اشارې سره د نیواکګرانو د ټولو پوځي احتمالاتو لپاره د حزب الله د چمتووالي خبر ورکړ او اوسنی جنګ یې اخري جنګ او له امریکا او ناټو تړون سره جنګ وباله.
د لبنان د حزب الله غورځنګ د اوبو او د سرحدونو مسوول نواف الموسوي وویل د لبنان پرضد داسرائیلو جنګ به د پاې جنګ ته ورته وي.
هغه وویل شهید فواد شکري د ځمکني جنګ شوقین و او له دې مخکې یې د جنګ څرنګوالی د قناصه ټوپکو ، بمونو او په زغرګاډو ضد وسلو باندې په سمبال ډلو باندې زمونږ د مبارزانو د ویشلو له لارې په ګوته کړی دی.
هغه زیاته کړه صهیونیسټ نیواکګرو په ځمکني جنګ کښې یوه ورځ هم په مونږ باندې بره نه و مونږ د اسرائیلو لخوا د نولس سوه دوه اتیایم میلادي کال د یرغل د وخت په نسبت اوس ډیر شهادت غواړي کسان لرو.
الموسوي زیاته کړه قومندان فواد شکر د صهیونیسټانو د نیواکګرۍ په پړاو کښې د دا ډول شهادت غواړو عملیاتو مسوول او پکښې ګډون کونکی و چې پکښې د احمد قصیر شهادت غواړو عملیات ته اشاره کولای شو چې په صور ښار کښې د صهیونیسټانو د پوځي واکمن مرکز تباه یې کړی و.
هغه وویل دغه شهید دغه راز د الشجره ښوونځي په عملیاتو کښې ګډون درلود.
د حزب الله دغه مسوول الموسوي ټینګار وکړ چې شهید فواد شکري په تیر دوبي کښې د اسرائیلو د ګازو د پلیټ فارمونو د پاسه د بې پایلوټه الوتکو د استولو په بهیر څارنه کوله او دغه راز د ګازو د دغو پلیټ فارمونو د کارکونکو له کورنیو سره یې خبرې کولې او ورته یې ګواښ کاوه چې له موافقې مخکې چې لبنان ته د خپلو ګازو له حقوقو د استفادې اجازه ورکړي د کار د دوام په بڼه کښې به د ګازو د پلیټ فارم له کوم برخلیک سره مخامخ شي.
هغه وویل اسرائیل نیواکګر رژیم د جاسوسۍ اډې ته چې مونږ ورباندې حمله کړي ده رسیدلي تاوانونه پټوي هماغه ډول چې له دې مخکې یې په صور ښار کښې د پوځي واکمن مرکز چاودنې ته اړونده اطلاعات یې پټ وساتل.