صهیونیسټي رژیم یو ځل بیا د کډوالو خیمې په نښه کړې
د اسرائیلي رژیم د جنایتونو په دوام او د فلسطیني کډوالو د استوګنې د ځایونو په موخه ګرځولو په هدف، د صهیونیسټي رژیم نیواکګرو د النصیرات په کمپ کې یو ښوونځی په نښه کړی چې له امله یې لږ تر لږه آته لس تنه په شهادت رسېدلي دي.
د غزې دولت د اطلاعاتو دفتر اعلان وکړ چې: صهیونیسټي رژیم د چهارشنبې په ورځ د غزې په مرکز او د النصیرات په کمپ کې د یوه نوي جنایت په ترسره کولو سره، په آنروا پورې اړوند د « الجاعوني » ښوونځی په هوایي برید سره په نښه کړی چې له امله یې د آنروا د یو شمېر کارکوونکو په ګډون، لږ تر لږه ۱۸ تنه په شهادت رسېدلي دي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي "آنتونیو ګوترش" په دې تړاو ویلي: په غزې تړانګه کې یو ښوونځی چې د څه باندې 12زره فلسطینیانو د اوسېدو ځای وو، د اسرائیلو په هوايي برید کې په نښه شو، چې له امله یې په وژل شویو کې د آنروا شپږ کارکوونکي هم شامل دي.
همدارنګه، د غزې د جګړې د ۳۴۲مې ورځې په سهار، په لسګونه ښارګوټه مېشتو د نیول شوې لوېدیځې غاړې په شمال او د نابلس په سویل کې، د عورتا پر کلي یرغل کړی، ترڅو په اسلامي زیارتونو کې د تلمودي مراسم ترسره کړي.
په ورته وخت کې، د اسرائیلي رژیم ځانګړو ځواکونو د فلسطین د لوېدیځې غاړې د الخلیل په شمال کې د حلحول پر دولتي روغتون برید کړی او د « ایهم عماد» په نوم یو تن ټپي یې نیولی دی.
صهیونیسټي رژیم پرون په یو ترهګریز اقدام کې، د فلسطین په شمال لوېدیځه غاړه او د طوباس او طولکرم په ښارونو کې، دوه موټر په هوایي برید سره په نښه کړل، چې په ترڅ کې یې اته فلسطینیان په شهادت ورسېدل.
په دې توګه، د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له ۷مې نېټې راهیسې په لوېدیځه غاړه کې د شهیدانو شمېر ۷۰۲ او د ټپیانو شمېر هم ۵۷۰۰ کسانو ته رسېدلی دی.
اشغال شوې لوېدیځه غاړه چې د تیر اکتوبر له میاشتې راهیسې په غزې تړانګه کې د جګړې له پیل راهیسې د کړکېچ د زیاتېدو شاهده ده، اوس هره ورځ د نیواکګرو له خوا د بریدونو هدف ګرځي.
له بلې خوا، ځینو صهیونیسټي رسنیو خبر ورکړی چې د جرمونو نړیواله محکمه ډېر ژر د نتانیاهو او ګالانټ د نیولو حکم صادروي.
له بلې خوا ځینو رسنیو په ملګرو ملتونو کې د فلسطین په اړه د یوه پریکړه لیک د مسودې خبر ورکړی، چې پر اساس یې له اسرائیلو غوښتل شوي چې د غزې په اشغال شویو سیمو کې خپل غیر قانوني حضور پای ته ورسوي.
د ملګروملتونو دغه طرحه د یوه داسې میکانیزم د جوړولو غوښتنه کوي، چې په اشغال شویو سیمو کې د اسرائیلي پوځیانو له لوري اوښتي زیانونه جبران کړي.
همدارنګه، روسیا الیوم رسنۍ خبر ورکړی چې په سوريه کې پر يوه موټر د صهيونيسټي رژيم د بې پيلوټه الوتکې د برید له امله، دوه تنه په شهادت رسېدلي دي.