د لبنان حزب الله د اسرائیلو ۲۲ پوځيان هلاک کړي
فارس خبري اژانس راپور راکړی د لبنان د حزب الله په عملیاتو کښې دوه ویشت صهیونیسټي پوځيانی هلاک شوي.
سره له دې چې صهیونیسټ رژيم د مقاومت له ځواکونو سره په جنګ کښې د خپلو عسکرو د مرګ ژوبلو د اعلانولو په هکله د سخت سانسور سیاست غوره کړی دی اروپايي امنیتي سرچینو وویل چې د حزب الله د« اربعین »په نوم عملیاتو کښې د اسرائیلو دوه ویشت پوځيان هلاک شوي او څلور اویا نور ژوبل شوي هم وو.
د دغو مرګ ژوبلو په وجه د اسرائیلو د پوځ د اته زره دوه سوم یونټ قومندان خپله استعفا هم ورکړي ده.
د لبنان حزب الله غورځنګ د تیرې اګست میاشتې په ۲۵ نیټه د خپل یوه جهادي قومندان« فواد شکر» ټرور ته په ځواب کښې د اربعین په نوم عملیاتو کښې بریالی شو د صهیونیسټ رژيم جاسوسۍ ادارو ته سخت ګوزار ورکړي.
بل خبر دا چې د لبنان حزب الله نن سهار د نیواکي فلسطین په شمال کښې د توغندیو او د دافع هوا په یوې اډې باندې د کاتیوشا راکټونو د ویشتلو خبر ورکړ.
د صهیونیسټ رژیم رسنیو هم وویل چې کابو لس راکټونه د نیواکي فلسطین په شمال کښې په پراتې سیمې الجلیل او صفد ښار ویشتل شوي.