که چیرې مسلمانان سره وروڼه شي اسرائیل به د قتل عام جرات ونکړي
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان وویل که چیرې مونږ مسلمانان چې هره عقیده او باور لرو له یوبل سره وروګلوۍ وکړو ایا اسرائیل کولای شي مسلمانان ووژني؟
هغه نن د عراق بصرې ښار ته له رسیدا وروسته د بصرې سیمې له قبائیلو د پوهنتون له استادانو او شخصیتونو سره په کتنه کښې په دې خبرې سره چې حضرت امام علي علیه السلام نه دي ویلي چې مومنان له مومنانو سره وروڼه دي بلکې فرمائیلي یې دي چې مسلمانان له مسلمان سره وروڼه دي وویل که چیرې مونږ مسلمانان چې هره عقیده او باور لرو له یوبل سره وروري وکړو ایا اسرائیلي مسلمانان وژلي شي؟
د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان وویل تفرقه د اور لمبه ده او کله چې له یوبل سره اختلاف لرو نو په اور کښې دننه یوو.
هغه وویل مونږ هره ورځ په لمانځه کښې وایو او هره ورځ لولو اهدنا الصراط المستقیم یعني ما هدایت کړه ، هدایت یعني وحدت او کوټلتیا ، یعني د خداي په پړي باندې منګولې ښخول. په قران کښې صراط مستقیم بیان شوی دی، صراط مستقیم یعني وحدت یعني مونږ یو(۱) یوو او ټول له یوبل سره یوو.
د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان وویل کله چې لمونځ کوو نو وایو ټول له یوبل سره یوو؛ کله چې له یوبل سره یوو نو بیا ولې اختلاف کوو؟
هغه په دې خبرې سره چې اروپایانو له یوبل سره سلګونو کلونه جنګونه وکړل خو اوس یې د خپلو سرحدونو په ساتلو کښې له یوبل سره وحدت وکړ او زیاته یې کړه ولې باید مسلمانان ونشي کولای له پاکستان او افغانستان څخه په اورګاډي کښې سپاره شي او نجف ، کربلا ، مکې او مدینې ته لاړ شي؟
د ایران ولسمشر پزشکیان د عراق خلکو ته په وینا کښې وویل په حسیني اربعین کښې د تاسو د میلمستیا ډیره مننه کوو.
هغه وویل خوږو وروڼو او خویندو ! د دښمانانو ګټه په دې کښې ده چې مونږ له یوبل سره اختلاف او دښمنۍ وکړو او زیاته یې کړه هر هغه پیغام او غږ چې د مسلمانانو ترمینځ د اختلاف او د تفرقې د رامینځته کیدا سبب شي شیطاني پیغام دی.