بیلاروس د ایران ډاډمن انډیوال دی
(last modified Sat, 14 Sep 2024 00:51:52 GMT )
Sep 14, 2024 05:21 Asia/Kabul
  • بیلاروس د ایران ډاډمن انډیوال دی

د بیلاروس ولسمشر د ایران د ملي امنیت د شورا د عمومي منشي په کتنه کښې خپل هیواد د ایران د اسلامي جمهوریت مطمئن شریک وباله.

د ایرنا د خبر له مخې، «ایلکزنډر لوکاشِنکو» په مینسک کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د ملي امنیت د عالي شورا د عمومي منشي «علي اکبر احمدیان» په کتنه کښې ټینګار وکړ: بیلاروس تر د ایران ډاډه انډیوال پاتې شوی او غواړو چې دغه انډیوالي جاري وساتو.

هغه د ایران او بیلاروس ترمینځ د سوداګري او اقتصادي اړیکو د پراخولو په ضرورت ټینګار وکړ او د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر ته ورکړې رسمي بلنې ته په اشارې سره یې وویل: بیلاروس ته د مسعود پزشکیان د سفر په تمه یو.

د لوکاشِنکو د شنګهايي په ملګرتیا سازمان کښې د بیلاروس له غړیتوبه د ملاتړ په وجه د ایران د اسلامي جمهوریت په قدرونې سره هم ټینګار وکړ چې د شنګهايي او بریکس په شان سازمانونو پياوړي کیدو د نړۍ د خپلواکو هیوادونو لپاره یو نوی فرصت رامینځته کړی دی.

په دغه ملاقات کښې د ایران د ملي امنیت د عالي شورا مشر علي اکبر احمدیان هم ټینګار وکړ چې ایران او بیلاروس پخواني انډیوالان دي او هیله مند یو چې په ټوبو برخو کښې د دواړو هیوادونو ملګرتیاوې له پخوا لاپراخې شي.

ښاغلي احمدیان په نړیوال نظام کښې د وروستیو کلونو بدلونونو ته په اشارې سره وویل: نړۍ له پخواني نظم څخه نوي نظم ته په بدلیدو ده، په دې تیریدونکې مرحله کښې له ورایه ښکاري چې امریکا د پخواني نظم د مشرې په توګه، په سټراټیجکه سویه سخته کمزوې شوې ده.

 

ټیګونه