د "چمران 1" سپوږمکۍ بریالۍ توغول د نړۍ په رسنیو کې پراخ انعکاس درلودلی دی
(last modified Sun, 15 Sep 2024 02:45:43 GMT )
Sep 15, 2024 07:15 Asia/Kabul
  • د

"چمران 1" سپوږمکۍ پرون د "قامی 100" سپوږمکۍ وړونکی لخوا په بریالیتوب سره وتوغول شوه او د ځمکې د 550 کیلومتره په مدار کې کیښودل شوه او خپل لومړني سیګنالونه یې واستول.

د العالم خبري شبکې د راپور له مخې، د "چمران 1" سپوږمکۍ توغولو ته په بلومبرګ، رویټرز، اکنامک ټایمز، اې بي سي نیوز، یروشلم پوسټ، عرب نیوز او انډیا ټوډې  کې ډیر انکاس ورکړل شوی دی .

دا سپوږمکۍ شاوخوا 60 کیلوګرامه وزن لري او اصلي دنده یې د هارډویر او سافټویر سیسټمونو ازموینه ده ترڅو په قد او مرحله کې د مدار د چلولو ټیکنالوژي ثابته کړي.

 

ټیګونه