له عراق سره د اړیکو پراخولو ته فضا ډېره چمتو ده
(last modified Mon, 16 Sep 2024 09:53:14 GMT )
Sep 16, 2024 14:23 Asia/Kabul
  • له عراق سره د اړیکو پراخولو ته فضا ډېره چمتو ده

د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر وویل، له عراق سره د اړیکو د پراختیا لپاره فضا چمتو ده او بغداد ته د ایران د ولسمشر وروستی سفر هم، له عراق سره د اړیکو نوی باب جوړ کړ.

د ایران پرس خبري آژانس د خبر له مخې؛ د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي تېره شپه، عراق ته د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر د سفر لاسته راوړنو ته په اشارې سره په یوه ځانګړې خبري مرکه کې وویل، د عراق کردستان  له ایران سره د سوداګریزو اړیکو د پراخوالي لپاره یوه ګټوره سیمه ده.

عراقچي همدارنګه د تهران او بغداد ترمنځ د امنيتي موافقې په اړه وويل: د ايران اسلامي جمهوريت ته ډاډ ورکړل شو چې د عراق د کردستان سيمه به په هېڅ صورت د ايران خاورې ته ګواښ نه وي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر په لوېدیځه آسیا کې د مقاومت له جبهې څخه د ایران د ملاتړ په هکله وویل: د ایران د اسلامي جمهوریت د حکومت بهرنی سیاست د مقاومت له جبهې څخه بې حده ملاتړ او د هغې پیاوړتیا ده.

عراقچي په غزې تړانګې کې بدلونونو او د اسرائیلو او امریکا د سیاستونو ناکامۍ ته په اشارې سره څرګنده کړه: د صهیونیسټي رژیم کمزورتیا او ناکامي او د هغه رژیم د ملاتړي په توګه د امریکا ناکامي او کمزورتیا، د مقاومت لپاره بریا ده.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر په دې خبرې سره چې اسلامي جمهوریت له اروپا سره د دوه اړخیز درناوي او د ایران د ګټو د تضمینولو په بنیاد له نوي نظره د تعلقاتو په لټه کې دی، وویل: که اروپا وکولای شي په خپل سیاست کې اصلاحات راولي، کولای شو له هغوی سره اړیکې ولرو. که څه هم د ایران لومړیتوب نه دی.

ټیګونه