روسیې د لبنان پر ضد د اسرائیلو پر پوځي او سایبري بریدونو نیوکه وکړه
په ملګرو ملتونو کې د روسیې دایمي استازي د لبنان پرضد د صهیونیسټي رژیم ګډه جګړه وغندله.
د ایرنا د خبر له مخې، «واسیلي نبنزیا» پر لبنان باندې بې سارې سایبري برید د لبنان له ملي حاکمیت څخه جدي سرغړونه او د لبنان پر ضد د ګډې جګړې یو بل عمل وباله.
په ملګرو ملتونو کې د روسیې دایمي استازي ټینګار وکړ د لبنان په سویل کې د وروستیو بدلونونو او د اسرائیلو د هوایي حملو له امله، د تاوتریخوالي زیاتېدل، په ښکاره ډول د اسرائیلو او عربو ترمنځ د شخړو د زیاتېدا د خطرناک دریځ ښودنه کوي.
نبنزیا زیاته کړه چې د فلسطینیانو کورونه د سخت دریځو اسرائیلي ښارګوټه مېشتو لخوا ویجاړ شوي او ملکي وګړي وژل کېږي.
دغه روسي چارواکي په نیواکي لوېدیځه غاړه کې په چټکۍ سره د خرابېدونکي وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غبرګون پر ضرورت ټینګار وکړ او د اسرائیلو پر هدفي او قصدي سیاستونو یې نیوکه وکړه چې د حالاتو د لا خرابېدو سبب کېږي.
د سې شنبې په ورځ (د سپټمبر په ۱۷مه) صهیونیسټي رژیم په لبنان کې د پیغامونو د ترلاسه کولو یو شمېر وسیلې (پیجر) په یوه جنایتکارانه عمل کې وچولې چې د دغو چاودنو له امله، د لبنان په مختلفو سیمو په تېره بیا په بیروت کې، د یوې ماشومې په ګډون، ۳۲ کسان شهیدان او تر درې زرو زیات کسان ټپیان شول.