د لبنان حزب الله په اسرائیلو باندې توغندوي بریدونه وکړل
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د لبنان اسلامي مقاومت غورځنګ حزب الله د هیواد په جنوب باندې د صهیونیسټ رژيم د پوځ تیریو ته په ځواب کښې د نیواکي فلسطین( اسرائیلو) په شمال باندې پینځویشت توغندي وویشتل
د اسرائیلو څوارلسم ټیلي ويژن د نیواکي فلسطین د شمال د «صفد» ښار په خواو شا کښې په بیریا سیمې کښې په یوې ودانۍ د توغندي د لګیدا خبر ورکړ.
د لبنان حزب الله هم وویل چې په صفد سیمه باندې حملې کښې په بیریا اډې کښې د صهیونیسټ رژیم د شمال سیمې د قومندنۍ د دافع هوا اصلي مرکز لګیدلی دی.
د لبنان حزب الله دغه راز په کاتیوشا توغندي سره د راموت نفتالي په پوځي مرکز کښې د صهیونیسټ رژیم ګولاني لیوا ته د اړونده د شپږ سوه یویشتم غونډ د دیره کیدای په مرکز د برید خبر ورکړ.
د اسرائیلو رسنیو هم د سوریې په نیواکي جولان سیمو باندې د لبنان د حزب الله توغندوي حملې تائید کړي دي.
د لبنان رسنیو هم وویل چې د حزب الله د حملو نوي څپه د لبنان د جنوب په بیلابیلو سیمو باندې د اسرائیلو د رژیم د اویا هوايي حملو ته په ځواب کښې ترسره شوه.