په سوډان کې د کولرا ناروغۍ له امله لږترلږه ۳۸۸ کسان مړه شوي
(last modified Wed, 25 Sep 2024 01:15:22 GMT )
Sep 25, 2024 05:45 Asia/Kabul
  • په سوډان کې د کولرا ناروغۍ له امله لږترلږه ۳۸۸ کسان مړه شوي

په سوډان کې په تېرو دوو میاشتو کې لږترلږه ۳۸۸ تنه د کولرا د ناروغۍ له امله مړه شوي دي.

د روغتیایي چارواکو په وینا، شاوخوا ۱۳ زره کسان په دې ناروغۍ اخته شوي دي.

کولرا په ځانګړې توګه په ختیځ سوډان کې چې میلیونونه کسانو له جګړې پکې پناه اخیستې، ډېره خپره ده.

دا سیمې په وروستیو کې سختو بارانونو او سېلابونو هم ځپلې دي.

د سوډان د روغتیا وزارت پرون دوشنبې وویل، دا ناروغي د هېواد له ۱۸ ولایتونو څخه په ۱۰ ولایتونو کې خپره شوې، خو تر ټولو زیاتې پېښې په ختیځو ولایتونو؛ کَسَلا و القَضارِف کې ثبت شوې دي.

په سوډان کې د کولرا ناروغي بې سارې نه ده.

اووه کاله پخوا یوازې په دوو میاشتو کې دې ناروغۍ ۲۲ زره خلک اغېزمن کړل او تر ۷۰۰ ډېر یې مړه کړل.

کولرا یوه خورا ساري ناروغي ده چې د اسهال او د بدن د اوبو د کمېدو سبب کېږي.

ټیګونه