صهیونیسټي رژیم د زیاتې وژنې په موخه، په غزې تړانګه کې د کډوالو پنډغالي په نښه کوي
د بشري حقونو یوه مرکز اعلان وکړ چې صهیونیسټي رژیم د زیاتې وژنې په موخه، په غزې تړانګه کې د کډوالو پنډغالي په نښه کوي.
د فلسطین د کډوالو په خلاف د صهیونیسټي رژیم په وروستي جنایت کې، په غزې تړانګه کې د «النصیرات او الشاطي» په کمپونو کې د خالد بن الولید او کفر قسام په نومونو په دوه ښوونځیو کې، یو زیات شمېر فلسطینیان شهیدان او ژوبل شول.
په دغو دوو ښوونځيو کې تر لسو زرو زياتو فلسطيني کډوالو پناه اخيستې ده.
د فلسطیني شهاب خبري آژانس د خبر له مخې، د الضمیر د بشري حقونو د مؤسسې مشر علاء السکافي وویل: اسرائیلي اشغالګران په قصدي توګه د کډوالو د اوسېدو مرکزونه او مکتبونه په نښه کوي چې د زیات شمېر ملکي وګړو په تېره بیا د ښځو او ماشومانو د شهادت او ژوبلېدا سبب کېږي.
السکافي ټینګار وکړ چې د کډوالو پر مېشت ځایونو باندې د نیواکګر رژیم پرله پسې حملې او د نړیوالې ټولنې او د جرمونو د نړیوالې محکمې له لورې د دغه رژیم د جنګي جنایتونو پوښتنه نه کول، دغه رژیم د خپلو جنایتونو او وحشتونو په تکرارولو کې سپین سترګي کړی دی.