قطر ته د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر سفر
https://parstoday.ir/ps/news/event-i152702-قطر_ته_د_ایران_د_اسلامي_جمهوریت_د_ولسمشر_سفر
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر راتلونکې اونۍ، د آسیا د همکارۍ د خبرو اترو د فورم د غړو هېوادونو د مشرانو په غونډه کې د ګډون لپاره قطر ته ځي.
(last modified 2024-09-28T01:09:20+00:00 )
Sep 28, 2024 05:37 Asia/Kabul
  • قطر ته د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر سفر

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر راتلونکې اونۍ، د آسیا د همکارۍ د خبرو اترو د فورم د غړو هېوادونو د مشرانو په غونډه کې د ګډون لپاره قطر ته ځي.

د ۲۰۲۴ کال د سپټمبر په ۳۰ مه نېټه به «مسعود پزشکیان» د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ د قطر پلازمېنې دوحې ته د یوه دوه ورځني سفر په ترڅ کې، د آسيا د همکارۍ د خبرو اترو د فورم غړو هېوادونو د مشرانو په غونډه کې ګډون وکړي.

د اسيا د همکاريو خبرو اترو فورم چې د ACD په نوم يادېږي، له ٣٥ آسيايي هېوادونو څخه جوړ دى، چې له ٢٠ کلونو راهيسې په اقتصادي او کلتوري برخو کې د بېلابېلو همکاريو د پروژو او پروګرامونو د پلي کولو په موخه، د آسيا ترمنځ د خبرو اترو د پراختيا په حال کې دى.

د ۱۴۰۲ کال د تلې له میاشتې راهیسې د دې فورم مشري د ایران پر غاړه ده.