د کم ساري مسکا خاوند
(last modified Sun, 29 Sep 2024 10:47:37 GMT )
Sep 29, 2024 15:17 Asia/Kabul
  • د کم ساري مسکا خاوند

هغه بریدونه چې د اتو ایف پنځلس جنګي الوتکو په مرسته او د ۲۰۰۰ پونډه امریکايي بمونو په کارولو سره ترسره شول د لبنان د حزب الله مشراو سید مقاومت سید حسن نصرالله د شهادت سبب شوخو سید حسن نصرالله څوک وو؟

صهیونیسټي پوځ د جمعې په ماښام (۱۴۰۳ کال د تلې  ۶مه) د بیروت  په  ضاحیه  سیمې وحشیانه او بې ساری برید وکړ.

د جمعې په ماښام د اسرائیلو جنګي الوتکو د بیروت ښار په څنډه کې د ضاحیه په حاره حریک سیمه کې د استوګنې پر سیمو  سخته بمباري وکړه. له هغه وروسته د دغه رژیم پوځ ادعا وکړه چې د دغو بریدونو هدف د حزب الله د قوماندې مهم مرکز و. هغه بریدونه چې د اتو ایف پنځلس  جنګي الوتکو په مرسته او د ۲۰۰۰ پونډه امریکايي بمونو په کارولو سره ترسره شول  د لبنان د حزب الله مشراو  سید مقاومت  سید حسن نصرالله د شهادت سبب شوخو سید حسن نصرالله څوک وو؟

سيد حسن نصرالله د لبنان له  معاصرو مبارزو روحانیونو  او مجاهدينو له ډلې ؤ او په دغه هېواد کښې د حزب الله د غورځنګ دريم عمومي منشي ؤ چې کلونه کلونه د صهيونېسټ غاصب رژيم د ظلمونو او جنايتونو په وړاندې ودرېده او د فلسطين له مظلوم ملت يې دفاع وکړه د بیروت په ختیځ کې د کارینټینا د بی وزلو په کوڅه کې وزیږیده .  پلار يې "سيد عبدالکريم" او مور يې "مهديه صفي الدين" د لبنان په سوېل کې د صور ښار په شا وخوا کې  د البازوريه کلي اوسېدونکي وو، چې بيروت ته یی هجرت کړى و.

نصرالله د التربویه په سیمه کې د النجاح په ښوونځي کې ابتدايي زده کړې وکړې  او د ۱۹۷۵ کال د اپریل په میاشت کې د لبنان د کورنۍ جګړې په پیلیدو سره له خپلې کورنۍ سره د خپل پلار ټاټوبی بازوریه کلي ته ولاړ او هلته یې  په صور ښار کې د کالج  زده کړو  ته دوام وکړ. په شپاړس کلنۍ کښې په ۱۹۷۶ کښې د صور ښار د جمعې د امام په هڅونه سره چې د عراق د شیعه فقیه او مفکر سید محمد باقر صدر ملګری ؤ د زده کړې لپاره د عراق نجف ښار ته لاړ او هلته یې خپلې حوزوی زده کړې  پیل کړې. سید حسن په 1978 کې لبنان ته ستون شو او هلته یې د امام المنتظر په ښوونځي کې چې شهید سید عباس موسوي په ​​لبنان کې د حزب الله یو له بنسټ ایښودونکو او دوهم عمومي منشی  و ، په وسیله جوړه شوی، خپلې حوزو  زده کړو ته دوام ورکړ او په هماغه حال کې یی په بقاع سیمه کې په امل غورځنګ کې په خپلو سیاسي فعالیتونو بوخت شو .

په ۱۹۸۲ کال کې چې د لبنان نیواک پیل شو، سید حسن نصرالله د امل په تنظیم کې د روحاني  مبارزانو  له یوې ډلې سره یوځای د ایران د اسلامي انقلاب تر اغیز او الهام لاندې د  لبنان  حزب الله تاسیس کړ. په دې کال کې د امل غورځنګ په دوو برخو ووېشل شو، چې لومړی برخه  د نبيه بری  په مشرۍ د ملي نجات جبهې تر څنګ  د غورځنګ ځواکونه غوښتل او دوهم جریان چې مشري یې د سید عباس موسوي او سیدحسن نصرالله  په غاړه وه  غوښتل چې د اصول پالو شیعه ځواکونو ساتنه وکړي او له  اسراییلي نیواکګرو سره  یی د مقابلې لپاره تنظیم کړي.

سید حسن له ۱۹۸۲ تر ۱۹۹۲ پورې خپل فعالیتونه په حزب الله کې متمرکز کړل. هغه د ګوند په مرکزي شورا کې په  پاتې کیدو سربیره، د مقاومت د ځواکونو د چمتو کولو او د نظامي یونټونو د جوړولو مسولیت په غاړه درلود. هغه یوه موده  د ابراهیم امین السید (په بیروت کې د حزب الله مشر) مرستیال او د څه مودې لپاره د حزب الله اجرایی مرستیال و، تر هغه چې په 1992 کې په لبنان کې د حزب الله د هغه وخت عمومي منشي سید عباس موسوي تر شهادت وروست د حزب الله د رهبرۍ شورا په اجماع  سره سید حسن نصرالله چې په هغه وخت کې یې عمر له ۳۲ کلونو زیات نه و، د دغه غورځنګ نوی عمومي منشي شو.

له خپلې کورنۍ سره د سید عباس موسوي شهادت د لبنان د ولس او په تېره بیا د حزب الله د مبارزانو  په روحیه ډېر اغېز وکړ او له هغه وروسته  وه چی  د سید حسن په مشرۍ او درایت سره د حزب الله حملواو مبارزو  نوې بڼه خپله کړه. او د لبنان د خلکو په منځ کې د حزب الله عمومي ملاتړ زیات شو په همدې حال کې په ۱۹۹۳ او ۱۹۹۶ کلونو کې د اسرائیلو رژیم د «خوشه ای غوسې » او «تصفیه» عملیات پلي کړل چې د حزب الله له سخت مقاومت سره مخامخ شول چی ډیر لږ پوځي توان او امکانات یی درلودل او  له دې وروسته اوورو ورو حزب الله د صهیونیسټي رژیم د نیواک په وړاندې د مقاومت په جبهه کښې په یوه  پیاوړی ځواک بدل شو.

د ۱۹۹۷ کال د سپټمبر په میاشت کې د لبنان په جنوب کې د جبل الرافیع په سیمه کې د اسرائیلي پوځ په یوه پوسته باندې په برید کې د حزب الله دوه تنه مبارزان شهیدان شول او مړي یې د اسرائیلي ځواکونو لاس ته ورغلل. د دغو دوو کسانو د هویت له معلومولو پرته د اسرائیلو رژیم ټلویزیون د هغوی په وینو لړلی تصویرونه وښودل، په چټکۍ سره څرګنده شوه چې له دغو دوو کسانو یو هم د حزب الله د عمومی منشی سید حسن نصرالله زوی سید هادی دی. د دغه خبر خپرېدل د لبنان په ټولنه کې د یوه بم په شان غږ وکړ او په پایله کې یې ډېر مهم بدلون رامنځته شو. سيد حسن نصرالله دد خپل زوی د  شهادت په لومړۍ ورځ د شهيدانو د درنښت په مراسمو کې داسې وويل:

"د سید هادي شهادت یوه نښه ده، چې ښيي مونږ د حزب الله په مشرۍ کې خپل اولادونه د راتلونکي لپاره نه روزو. مونږ په خپلو ماشومانو وياړو لومړۍ کرښې ته ور ځي او  د هغوی د شهادت په وخت سر لوړی کیږو .

د لبنان په تاریخ کې څه  د کورنۍ جګړې  په وخت کې او څه د اسراییلو د پوځي تیری په بهیر کې هیڅکله نه لیدل کیږي چې د سیاسي ډلو یا ملیشو د مشرانو یو بچې  د مبارزې په لاره کې وژل شوی وي  . دغې پیښې د لبنان د ټولو مذهبي ټولنو په منځ کې د حزب الله د عمومي منشي لپاره د احترام ، لیوالتیا او خواخوږي  ژوروه څپه رامینځته کړه ، په دې ډول چی د لبنان درستو خلکو چی د هر دین او مذهب وو ، د دغې پیښې تر سخت اغیز لاندې ورغلل  او په  یوبل  پسې  یی له سید حسن نصرالله سره وکتل او د حزب الله د مبارز شخصیت او حزب الله ریښتونی عمومي منشی ته د  سید هادي د شهادت په مناسبت مبارکي او تسلیت وړاندې کړ  او د هغوی قدر او احترام یې وکړ.

په ۲۰۰۰ میلادی کال کښې کله چې د مینځنی ختیځ د شخړې د هواری لپاره د یاسر عرفات او د امریکا او اسرائیلو د چارواکو ترمینځ خبرې اترې کومې حل لارې ته ونه رسیدې، صهیونیسټی پوځ د لبنان د حزب الله په  سخت مقاومت پسې  او په یو اړخیزه اقدام لاس پورې کړاو له لږو امتیازاتو پرته د لبنان د جنوب له نیواکي  سیمو ه شاتګ وکړ او د شبعاپټیو  له محدودو سیمو پرته یې له ټولو نیواکي  سیمو خپل ځواکونه وایستل.

دغه شرمناکه ماتې د حزب الله د دريځونو د پياوړي کولو او له يوه ملي ځواک د سيمه ييز ځواک په توګه د خپل حيثيت د لوړولو ترڅنګ، سيد حسن نصرالله د عربو په منځ کې بې ساري بريا او په عربي نړۍ کې د يو مهم شخصيت په توګه وپيژندل شو .  له بلې خوا د لبنان حزب الله په دې برياليتوب او د سيد حسن نصرالله په تدبير سره وتوانيد چې د لبنان په سياسي ډګر کښې خپل شتون دومره پياوړى کړي چې د لبنان په پارلمان کښې د خپل پراخ شتون ترڅنګ  د یو شمیر وزارتونو مشري یې هم په غاړه واخیسته.

په مختلفو سیاسي او پوځي ډګرونو کې د حزب الله پرله پسې بریاو د فلسطین په ولس کې خپل اغیز پریښی دی. د فلسطین بې ځایه شوي خلک په ځانګړې توګه ځوانان چې له کلونو راهیسې یې د منځني ختیځ د سولې د خبرو اترو لپاره خپل زړونه ښه کړی  وو، په دې پوه شول چې د فلسطین ستونزه له غاصب رژیم سره په خبرو اترو نه شي حل کیدای او په همدې پس منظر کې د الاقصی دجومات  دوهمه انتفاضه جوړه شوه؛  هغه انتفاضه چې حماس ته یې یو بل قدرت  ورکړ او د فلسطین په ټاکنو کې د حماس په بریا سره نوي پړاو ته داخل شو؛ هغه پړاو چې په څو ورځنیو جګړو سره پای ته نه رسیږي، لکه څنګه چې سید حسن نصرالله د صهیونیسټ رژیم مشرانو ته په خپل پیغام کې ویلي دي: له نن وروسته  تاسو پراخ  جنګ غوښته  نو دا  هم ستاسو پراخ جنګ دی. . ستاسو حکومت غوښتل چې د لوبې اصول بدل شي، نو د لوبې اصول به بدل شي. تاسو نه پوهیږئ چې تاسو نن له  چا سره جګړه کوئ. تاسو د محمد (صلی الله علیه و اله و سلم) له اولادونو، علي، حسن او حسین (علیهما السلام) او د رسول الله (ص) له کورنۍ او د هغه له  ملګرو سره په جنګ کې داخل شوي یاست. تاسو د داسې یو ملت په وړاندې جنګیږئ چې د دې سیارې له ټولو انسانانو لوړ اوبرتر ایمان او  باور لري. تاسو له داسې ملت سره د بشپړې جګړې غوښتنه وکړه چې په خپل تاریخ او کلتور ویاړي او مادي ځواک، اسانتیاوې، مهارتونه، حکمت، ارامښت ، هوډ ، استقامت او زړورتیا لري او د خدای په هیله او مرسته به یې زمونږ او ستاسو تر منځ  په راتلونکو ورځو ک ووینو .

سید حسن نصرالله د حزب الله د مقاومت غورځنګ په مشرۍ  او په تیره بیا له لبنان د صهیونیسټ رژیم د وتلو په وخت او دغه راز د صهیونیسټ رژیم د ۳۳ ورځنی جنګ په دوران کښې د هغو ګوزارونو له امله چې د دغه رژیم په جوړښت  او هیمنې وکړل له ډیرو کلونو راهیسې  د صهیونیسټ رژیم د ترور  په لیسټ  کښې شامل وو او  په ۲۰۰۴، ۲۰۰۶ او ۲۰۱۱ کلونو کښې د صهیونیسټی رژیم له خوا له ناکامو ترورونو  سره مخامخ  شوی تر دې چی  بالاخره د ۱۴۰۳ میلادی کال د تلې  د میاشتې په شپږمه نیټه د بیروت د ضاحیه په سیمې د صهیونیسټی رژیم د جنګی الوتکو  له وحشیانه حملې وروسته د هغو نوم  د سید عباس موسوي  ، عماد مغنیه  او سردار حاج قاسم سلیماني په څېر د مقاومت د اتلانو په نوملړ کې شامل او د سیمې او نړۍ په تاریخ کې د تل لپاره پاتې شو.

د لبنان حزب الله په یوه رسمي پیغام کې چې د سپټمبر په  ۲۸خپور شو، د سید حسن نصرالله شهادت تایید کړ او ویې ویل چې د لبنان د حزب الله عمومي منشي سید حسن نصرالله د خپلو سترو او ابدي شهیدانو سره یو ځای شوچی دیرش کاله د هغو په لاره وو .   د حزب الله رهبري له ستر، سپېڅلي او قیمتي شهید سره ژمنه کوي چې د دښمن پر وړاندې به خپل جهاد ته دوام ورکوو، د غزې او فلسطین ملاتړ به کوو او له مقاوم او عزتمن  لبنان به دفاع کوو.

 

د شهید سید حسن نصرالله رحمه الله  او مقاومت لاره به دوام ولري . انشاالله

 

 

ټیګونه