په الحدیده سیمې د اسرائیلو تیري د یمن د واکمنۍ خلاف ورزۍ ده
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د یمن شورا په الحدیده بندر باندې د صهیونیسټ رژيم تیری وغاند او هغه یې د یمن د واکمنۍ ستره خلاف ورزۍ او د نړیوالو حقوقو تر پښو لاندې کول وبلل.
د یمن شورا په یوې بیانیې کښې په دې خبرې باندې ټینګار سره چې د صهیونیسټ دښمن جنایت به هیڅکله د یمن د ملت د تسلیمیدا سبب نشي او د لبنان او د فلسطین له ملتونیو سره د مرستې کولو په دوام کښې به د یمن د ملت عزم او اراده کمه نه کړي وویل د صهیونیسټ رژیم جنایتونو ته د جایز ځواب د ورکولو لپاره د یمن حق خوندي دی.
په همدې ارتباط د فلسطین جهاد اسلامي غورځنګ هم بیګا په یوې بیانیې کښې د یمن په لویدیځ کښې په الحدیده بندر باندې د صهیونیسټ رژیم د ړندو حملو په غندلو سره د صهیونیسټ رژیم دغه اقدام جنګي جنایت وباله او ویې ویل: د صهیونیسټ رژيم دغه جنګي جنایت د اسلامي ملتونو د وینې په تویولو کښې د دغه دښمن د جنایتونو په لړۍ کښې ورزیات شوی دی.
د فلسطین جهاد اسلامي غورځنګ دغه راز د فلسطینیانو او د دوې د مقاومت له غورځنګونو په ملاتړ کښې د یمن د ملت د شجاعت او د پایدارۍ قدرونه وکړه.
دغه راز د کیوبا خارجه وزیر« برونو روډریګز» هم په فلسطین، لبنان او یمن باندې د صهیونیسټ رژیم حملې وغندلې او خبرداری یې ورکړ د اسرائیلو دغه اقدامات به په لویدیځې اسیا سیمې کښې د پراخ جنګ سبب شي.
هغه وویل کیوبا د ا سرائیلو پوځي اقدامات چې د امریکا په ملاتړ سره ترسره کیږي او په فلسطین او لبنان باندې د اسرائیلو حملې چې په لویدیځې اسیا سیمې کښې د پراخ جنګ سبب شوي دي غندلي دي او ټینګار کوي چې د دغه شخړې یوازنۍ حل لاره د فلسطین د خپلواکه هیواد په رسمیت پیژندل دي.
د یمن رسنیو پرون مازیګر د دغه هیواد په لویدیځ کښې په الحدیده ساحلي ښار باندې د صهیونیسټ رژیم د جنګي الوتکو د حملو خبر ورکړ.
اسرائیلو د یمن د تیلو په مخازنو او د الحدیده په بریښنا کوټ او د دغه ښار په نړیوال هوايي ډګر غچ اخیستونکي حملې وکړې.
د صهیونیسټ رژيم جنایتونه او جنګونه اوس له فلسطین وروسته لبنان او یمن ته پراخ شوي دي.