یحیی السنوار له اسرائیلو سره په جنګ کښې مهم رول درلود
(last modified Mon, 21 Oct 2024 01:15:24 GMT )
Oct 21, 2024 05:45 Asia/Kabul
  • یحیی السنوار له اسرائیلو سره په جنګ کښې مهم رول درلود

زمونږ خبریال راپور راکړی د یمن د بهرنیو چارو وزیر جمال عامر وویل یحیی السنوار په غزې تړانګه کښې له صهیونیسټ رژیم سره په جنګ کښې مهم رول درلود او په همدې هدف صهیونیسټ رژیم هغه شهید کړ.

هغه په غزې کښې د حماس غورځنګ د سیاسي دفتر د مشر شهید یحیی السنوار د مهم رول په هکله وویل له اسرائیلو سره د جنګ په لومړۍ کرښې کښې د یحیی السنوار شهادت د دغه رژیم لپاره ماتي ګڼل کیږي.

د یمن خارجه وزیر جمال عامر ټينګار وکړ په غزې تړانګه کښې له صهیونیسټ رژيم سره په جنګ کښې د یحیی السنوار د شهادت  پیغام د قدرت نمایش او د مقاومت د لارې د دوام لپاره د مبارزانو د رښتیوني ارادې ښودنه کوي.

دغه راز د یمن د لوړې سیاسي شورا سلاکار عبدالاله هم وویل د یحیی السنوار په شمول د مقاومت د قومندانانو شهیدول به د اسرائیلو رژیم لپاره سختې پایلې ولري.

هغه وویل د مقاومت چورلیز د یحیی السنوار په شمول د خپلو قومندانانو له شهادت وروسته نور پسې قدرتمن کیږي.

 

ټیګونه