د اسرائیلو د جنګونو په رامینځته کولو کښې د امریکا له وسلو په استفادې اعتراف :-
په سیمه کښې د اسرائیلو د تیریو په زیاتیدا او په لبنان کښې د حزب الله د مشر سید حسن نصر الله او د یوشمیر نورو قومندانانو او د ګڼ شمیر ملکي په شهیدولو سره د امریکا چارواکو په جنګونو کښې له اسرائیلو د امریکا په وسله وال ملاتړ اعتراف وکړ.
په دې زمینه کښې د امریکا د ډیموکراټ ګوند سناتور او د مشرانو جرګې د وسله والو ځواکونو د کمیټۍ لوړرتبه غړي« مارک کلي» اعتراف وکړ چې صهیونیسټ رژيم په لبنان کښې په خپلو جنایتونو کښې د امریکا له جوړو هدایت شویو بمونو استفاده کړي ده.
دا لومړی ځل نه دی چې د امریکا یو چارواکی په صراحت سره په جنګونو کښې د اسرائیلو لخوا د امریکا د جوړو وسلو د کارولو خبره کوي.
د امریکا دغه ډیموکراټ سناتور رسما وویل صهیونیسټ رژیم په لبنان کښې د حزب الله د مشر حسن نصر الله پرضد د «مارک څلوراتیا» په نوم له نهه سوه کلوګرامه بمونو استفاده کړي ده.
امریکا لسیزې لسیزې کیږي د اسرائیلو د وسلو تر ټولو مهمه تامینونکي ده او واشنګټن هرکال صهیونیسټ رژیم ته درې اعشاریه اته میلیارډه ډالره پوځي مرستې ورکوي.
په دغو مرستو کښې ډیرې پوځي تجهیزات چې جنګي جیټ الوتکې او هدایت شوي بمونه شته شامل دي.
د امریکا د ولسي جرګې کانګرس د تحقیقاتو سرویس سي ار ایس(CRS) د راپور پراساس امریکا له دوهم نړیوال جنګ راهسې له بل هر هیواد څخه زیات صهیونیسټ رژيم ته مرستې استولي دي؛ او د اسټکهلم د نړیوالې سولې د تحقیقاتو موسسې هم ویلي دي چې امریکا له دوه زره اتلسم میلادي کال څخه تر دوه زره درویشتم میلادي کال پورې صهیونیسټ رژیم ته نهه اویا فیصده وسلې استولي دي.
د غزې د جنګ په پیلیدا او د غزې د فلسطینیانو پرضد د اسرائیلو د تیریو په زیاتیدا سره له صهیونیسټ رژیم څخه د امریکا سیاسي ، مالي او وسله وال ملاتړونه زیات شول او واشنګټن د اسرائیلو رژیم ته تر ټولو پرمختللي وسلې ورکړې.
امریکا دغه راز له اسرائیلو خپل سیاسي ملاتړونه هم زیات کړل خو د غزې د خلکو په تیره بیا د ماشومانو او د ښځو پرضد د اسرائیلو د جنایتونو د اړخونو او په روغتونونو، د زده کړې په مرکزونو او بې دفاع خلکو باندې د حملو د اړخونو په ښکاره کیدا سره د بخښنې د نړیوالې موسسې په شمول ډیرو نړیوالو ارګانونو له اسرائیلو سره د امریکا د مرستو د غوڅولو غوښتنه وکړه.
د امریکا چارواکو د اعتراض لرونکو داخلي او د خارجي عمومي افکارو غوښتنو ته په پام نه کولو سره د اسرائیلو د جنایتونو دفاع کولو ته دوام ورکړی او د تل اویو د دفاعي استفادې په مطرح کولو سره اسرائیلو ته د وسلو ورکول یې توجیه کړي دي.
همدا اوس په لبنان باندې د صهیونیسټ رژیم د حملو او د تیریو په زیاتیدا سره د بې دفاع خلکو په وژلو کښې د امریکا د جوړو وسلو د کارولو نور اړخونه ښکاره شوي دي.
اسرائیلو په تیرو څو ورځو کښې د لبنان د بیروت په جنوب کښې په ضاحیه سیمې باندې بمباریو سره د لبنان د دغه سیمې ډیر ښاریز او دغه راز د حزب الله مشر سید حسن نصر الله او د دغه ګوند یوشمیر نور قومندانان شهیدان کړي دي.
د امنیتي سیاست د اصلاح د مرکز یوه جوړونکي «اسټیفن سملر» چې له امریکا څخه اسرائیلو ته د پوځي وسلو په انتقالیدا څارنه کوي دې ته په اشارې سره چې د لبنان پرضد جنایت کښې د امریکا د لاس لرلو په هکله باید حیرانه نشو وویل دغه موضوع عملا ثابته شوي ده او داسې نه ښکاري چې د لبنان د جنوب پرضد د امریکا له وسلو د استفادې لیدل بوږنونکي او عجیبه وي.
د امریکا دغه محقق ټینګار کوي هر هغه کار چې اسرائیل یې حاضردمه ترسره کوي له امریکا پرته امکان نلري؛ دا هماغه معامله ده چې په لویدیځې اسیا کښې تاوتریخوالی زیاتوي.
په لبنان کښې د اسرائیلو د جنایتونو او د خلکو د وژلو حجم له صهیونیسټ رژیم څخه د واشنګټن بې قید او شرطه ملاتړونو ته د عمومي افکارو ډیر پام جلب کړی دی په دې ډول چې د امریکا ځینې چارواکي باوري دي چې له اسرائیلو د واشنګټن بې قید او شرطه ملاتړونه سبب شوي دي چې د اسرائیلو رژپیم په خپل نوي سیاست کښې حتی له خپلو پروګرامونو واشنګټن هم خبر نکړي؛ داسې موضوع چې همدا اوس یې زیاتې نیوکې لرلي دي خو له دې سره سره د امریکا چارواکي هماغه راز له اسرائیلو په مرسته رسولو کښې په خپلو دریځونو تینګار لري؛ او تیره ورځ د امریکا د دفاع وزارت دریو چارواکو چې نومونه یې ایشوا نشول وویل چې په سیمه کښې د تاوتریخوالو له زیاتیدا سره سره امریکا د وسلو د استولو له لارې د صهیونیسټ رژیم ملاتړ ته دوام ورکوي.