د صهیونیسټ رژیم اقداماتو ته به ځواب ورکړل شي
(last modified Mon, 30 Sep 2024 09:44:01 GMT )
Sep 30, 2024 14:14 Asia/Kabul
  • د صهیونیسټ رژیم اقداماتو ته به ځواب ورکړل شي

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ناصر کنعاني د صهیونیسټ رژيم وروستیو جنایتونو ته په دوام کښې وویل: ایران د تیریګرو په مقابل کښې په پریکنده توګه دریږي او د تیریګرو لاسونه او پښې به غوڅې کړي.

هغه نن د صهیونیسټ رژيم لخوا د لبنان د حزب الله د مشر سید حسن نصر الله د ټرور د غندلو په ترڅ کښې وویل  د صهیونیسټ رژيم تیري به خاص سیمې ته محدود پاتې نشي؛ پر دې اساس اسلامي هیوادونه باید له خپلو ظرفیتونو په صهیونیسټ رژیم باندې د د دباو لپاره استفاده وکړي.

د  ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند له صهیونیسټ رژيم څخه د امریکا کامل ملاتړ ته په اشارې سره وویل: د ملګروملتونو امنیت شورا د امریکا د ورانونکي رول د لوبولو په سیوري کښې تراوسه نه ده توانیدلي د صهیونیسټ رژیم په وړاندې خپل مسوولیت وښيي.

هغه په دې خبرې سره چې صهیونیسټ رژيم له خپل کابو یو کال جنایتونو وروسته هیڅ هدف ته نه دی رسیدلی وویل صهیونیسټ رژیم به خپله ماتي  د دغو جنایتونو په وسیله هیڅکله ترمیم نکړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کنعاني په دې خبرې باندې ټینګار سره چې ایران په ځلونو نړیوالې ټولنې ته خبرداری ورکړی چې دغه جنګ د سیمې او د نړۍ امنیت او سولې ته ګواښ کولای شي جوته کړه ایران جنګ غواړی نه دی او د سولې ، ثبات او د امنیت لپاره هڅه کوي  خو د ملي امنیت او ګټو پرضد د هر ډول ماجرا غوښتنې په وړاندې په پریکنده توګه دریږي او د تیریګرو پښې او لاسونه به غوڅ کړي.

 

ټیګونه