په صهیونیسټ رژیم د سپاه پاسداران له توغندوی حملې وروسته د ایران د مختلفو ښارونو خلکو خوشحالۍ څرګنده کړه
Oct 02, 2024 06:29 Asia/Kabul
د ایران د مختلفو ښارونو خلکو د صهیونیسټي رژیم وروستیو جنایتونو ته د سپاه پاسداران له غبرګون وروسته په لارو کوڅو کې خوښي وکړه.
د ایسنا د راپور له مخې، د ایران د مختلفو ښارونو خلک د سه شنبې په ماښام سړکونو ته راووتل او د صهیونیسټی رژیم په خلاف د اسلامی انقلاب د سپاه پاسداران له توغندوی عملیاتو یې چې د حماس د سیاسي دفتر مشراسماعیل هنیه ، د لبنان د حزب الله مشر سید حسن نصرالله، او د سپاه پاسداران د عملیاتو مرستیال تورنجنرال سید عباس نیلفروشان شهادت په غبرګون کښې ترسره شول، خپل ملاتړ اعلان کړ او د "مرګ پر اسرائیل"، "مرګ پر امریکا" شعارونه ورکړل.
د ایران خلکو په دغو غونډو کښې د ایران، حزب الله، لبنان او فلسطین بیرغونه اوچت کړل.