د قدس مبارزان به د ایران زړور اقدامات هیڅکله هیر نکړي
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د فلسطین خبریال د صهیونیسټ رژيم پرضد د ایران د غچ اخیستونکو عملیاتو په درنښت کولو سره وویل د قدس مبارزان به هیڅکله د ایران زړور اقدامات او د مقاومت شهیدان هیر نکړي.
په پاکستان کښې د فلسطین خبریال «بلال احمد الاسطل» د مقاومت د قومندانانو شهید اسماعیل هنیه او د شهید سید حسن نصر الله د ټرور له ترخو پیښو وروسته د اسرائیلو د جعلي رژیم پرضد د ایران د وعده صادق ۲ په نوم عملیاتو ته په اشارې سره وویل د مقاومت د شهیدانو وینه به هیڅکله ضایع نشي.
هغه وویل د طوفان الاقصی د عملیاتو د کابو یو(۱) کال تیریدا او په غزې تړانګې او نورو فلسطیني سیمو باندې د اسرائیلو رژم د یرغلونو له زیاتیدا سره سره دښمانانو ته ثابته شوه چې د مقاومت د جبهې نابودول هسې یو توهم دی.
د فلسطین دغه خبریال زیاته کړه له بده مرغه لویدیځو هیوادونو د اسرائیلو د رژیم مرستو ته دوام ورکړی.