د افغانستان د بنديزونه د لغوه کولو لپاره له لویدیځ د لاوروف غوښتنه
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر له لوېدیځو هېوادونو وغوښتل چې پر افغانستان بندیزونه لغوه کړي او د کابل کنګل شوې شتمنۍ دې بېرته ورکړي.
"سرګي لاوروف" د افغانستان په اړه د مسکو په شپږمه مشورتي غونډه کې چې د افغانستان په چارو کې د ایران د اسلامي جمهوریت د و لسمشر ځانګړي استازي "حسن کاظمي قمي په ګډون د دغه هېواد د ګاونډیو هېوادونو د استازو په شتون کې ترسره شوه، له لویدیځو هېوادونو وغوښتل له جګړې وروسته د افغانستان د بیارغونې مسوولیت په غاړه واخلي او پر دغه هېواد بندیزونه لغوه کړي او د کابل کنګل شوي شتمنۍ بېرته ورستنې کړي .
د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ غونډه یوه سیمه ییزه غونډه ده چې د افغانستان د ستونزو د هواري لپاره هڅې کوي. د دغې ناستې په شپږمه غونډه کې د غړو هېوادونو پام تر ډېره د افغانستان د اقتصادي، صنعتي او کرنيزو بنسټونو په هراړخيزه ويجاړولو کې د لوېديځو هېوادونو په تېره بيا د امريکا پر رول متمرکز و. د امریکا او ناټو لخوا د افغانستان د دوه لسیزو نیواک په ترڅ کې د افغانستان ټو لې بیخ بناوې په قصدي ډول ویجاړې شوې. دغه راز امريکا د افغانانو د شتمنيو په ضبطولو سره، چې له لسو میليارد ډالرو زياته ده، د افغانستان اقتصاد او ټولنيز وضعيت ته سخت او نه جبرانېدونکې ګوزار ورکړ . په دې ډول چې د کابل له خوا د افغانانو د عمومي اړتیاوو د واردولو لپاره د هرې هڅې مخه نیول شوې ده.
د افغانستان خلک په دې باور دي چې د امریکا او ناټو له دوه لسیزو نیواک وروسته نه یوازې دا چې د دوی د ستونزو د حل لپاره د امریکا د ډیموکراسۍ شعارونه عملي نه شول، بلکې اوس د یوه داسې افغانستان وارثان دي چې د ګڼو ترهګرو ډلو ، د نشه ایزو موادو د تولید او په میلیونونو روږدي کسان لري . امریکا د افغانستان د نیواک په پړاو کې د فاسفورس په څیر غیر دودیز بمونه کارولي چې اوس هم افغانان له طبي ستونزو سره لاس او ګریوان دي.
له همدې امله د روسيې د بهرنيو چارو وزير د مسکو په غونډه کې ټينګار وکړ چې بېلابېلې تروريستي ډلې لا هم په افغانستان کې شتون لري او يا هم خپل بريدونه له هېواده بهر ترسره کوي. له همدې امله په دې برخه کې له کابل سره اغېزمنې مرستې د سیمې او حتی د نړۍ د هېوادونو له ګډو ګټو سره سمون لري.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر په دې خبرې په ټینګار سره چې امریکا او متحدین یې هڅه کوي د افغانستان د ستونزو د هواري او د هغې د کنټرول لپاره له ملګرو ملتونو په استفادې سره په دې برخه کې د سیمې د هیوادونو د ځیرتیا غوښتنه وکړي. په افغانستان کې د کړکېچ او ناامنۍ په غوړولو کې د امریکا یو هدف دا دی چې افغانستان ته د ورستنېدو لپاره مناسب شرایط او پلیټ فارم برابر نشی . دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د امریکا او ناټو مداخلې په دغه هیواد کې د فساد او ناامنیو له زیاتولو پرته بله نتیجه نه ده لرلې. تجربې ښیي چې سیمه ییزې حل لارې تل د افغانستان د ستونزو په حل کې مرسته کړې ده او په دغه هېواد کې واکمن طالبان باید افغانستان ته د اضافي سیمه ییزو او استعماري هېوادونو د ورتګ د پلمې او اړینو فرصتونو د رامنځته کولو په مخنیوي کې هوښیار وي.