د بریتانیا او د فرانسې محصیلینو د فلسطین په ملاتړ کښې مظاهرې وکړې
(last modified Sun, 06 Oct 2024 01:43:59 GMT )
Oct 06, 2024 06:13 Asia/Kabul
  • د بریتانیا او د فرانسې محصیلینو د فلسطین په ملاتړ کښې مظاهرې وکړې

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی په بریتانیا کښې د فلسطین په لسګونو زره ملاتړو د غزې پرضد د جنګ د لومړۍ کلیزې په مناسبت په لبنان او غزه کښې د صهیونیسټ رژیم د وحشیانه جنایتونو د غندلو په ترڅ کښې د دغو سیمو له وسیدونکو سره پیوستون اعلان کړ.

د بیلابیلو ملیتونو او مذهبونو مظاهره چیانو پرون د بریتانیا په پلازمینې لندن کښې د لبنان او د فلسطین د بیرغونو په لیږدولو او د نیواکګرۍ ختمه کړئ او فلسطین ازاد کړئ  او په لبنان باندې له حملې لاس واخلئ په شمول د اسرائیلو ضد شعارونو سره د جنګ د بندیدا او په لبنان او غزې کښې سمدستي د اوربند د ټینګیدا غوښتنه وکړه.

دا د غزې د جنګ له پیلیدا راهسې په بریتانیا کښې د فلسطین د ملاتړو کسانو شلم اعتراضیه لاریون دی چې ترسره کیږي.

په مظاهرو کښې ګډون کونکو پرون له ټولو محدودیتونو او دباونو سره سره ټینګار وکړ تر هغه وخته چې د فلسطین د خلکو وژله دوام لري خپلو اعتراضونو ته دوام ورکوي.

ویل کیږي چې پرونۍ مظاهرې د بریتانیا په تاریخ کښې د اسرائیلو پرضد تر ټولو ستر اعتراضي حرکت بلل شوی دی.

په عین حال کښې د لندن پولیسو د اسرائیلو پرضد مظاهرو کښې د فلسطین د ملاتړو کسانو په ځپلو سره یوشمیر ګډون کونکي کسان د صهیونیسټ رژيم له پلوي عناصرو سره د نښتې د مخنیوي په پلمه ونیول.

بل خبر دا چې د فرانسې په سلګونو محصیلینو  د فرانسې د سیاسي مطالعاتو په موسسه کښې د غزې او د لبنان د خلکو په ملاتړ  کښې مظاهرې وکړې.

په فرانسې کښې د پاریس د سیاسي مطالعاتو د موسسې محصیلینو په غزې او لبنان کښې د صهیونیسټ رژيم د جنایتونو د غندلو لپاره مظاهرې وکړې.

دا مظاهرې د لبنان او د غزې له خلکو په ملاتړ کښې د دریو نړیوالو کاربندیزونو یوه برخه ده.

له دې مخکې هم د فرانسې محصیلینو د صهیونیسټ رژیم پرضد د شعارونو په ورکولو سره له هغو موسسو سره چې د صهیونیټ ایډیالوژۍ ملاتړ کوي د ملګرتیاو د بندولو غوښتنه کړي وه.

 

ټیګونه