د فلسطین جهاد اسلامي غورځنګ هماغه راز په میدان کښې دی
مهر خبري اژانس راپور راکړی د فلسطین د جهاد اسلامي غورځنګ مشر زیاد النخاله د صهیونیسټ رژيم پرضد د طوفان الاقصی د عملیاتو د لومړۍ کلیزې په مناسبت په یوې بیانیې کښې د صهیونیسټ نسل وژونکي رژيم په مقابل کښې د مقاومت د جبهې د ځواکونو په مقاومت ټینګار وکړ.
د فلسطین مبارزانو د تیر میلادي کال د اکتوبر په اومه نیټه د صهیونیسټ رژيم پرضد د بې مخینې عملیاتو په ترسره کولو سره دغه رژیم ته نا جبرانیدونکي ګوزارونه ورکړل.
د فلسطین د جهاد اسلامي غورځنګ مشر زیاد االنخاله د طوفان الاقصی د عملیاتو د لومړۍ کلیزې په مناسبت په یوې بیانیې کښې وویل مونږ په داسې حال کښې د دغو عملیاتو لومړۍ کلیزې لمانځو چې زمونږ خلک د صهیونیسټ رژیم د وحشي توب په دلیل له ستر مصیبت سره مخامخ شوي او فلسطین دنیا له جهاد څخه ډکه کړي ده.
هغه وویل په تیر کال کښې د قدس غونډونو د جنګ په ټولو جبهو کښې له غزې رانیولي تر لویدیځې غاړي پورې جبهو کښې ستر شتون لرلی دی.
د فلسطین د جهاد اسلامي غورځنګ مشر زیاد النخاله زیاته کړه مونږ په ایران اسلامي جمهوریت او یمن کښې د خپلو وروڼو چې له لومړیو څخه یې د فلسطین د ایډیل ملاتړ کړی دی او له ټولو شرایطو سره سره د مقاومت ملاتړ کوي احترام کوو.
صهیونیسټ رژیم له تیر میلادي کال راهسې په ډیر ظلم او وحشي توب سره د فلسطین دوه څلویښت زره بې ګناه خلک شهیدان کړي او څه د پاسه اوه نوي زره نور یې ژوبل کړي چې اکثره یې ښځې او ماشومان دي.
صهیونیسټ نیواکګر رژیم دغه راز له تیرو څو اونیو څخه د لبنان د خلکو او د حزب الله پرضد هم جنایتونو ته دوام ورکړی او زرګونو بې ګناه خلک یې شهیدان کړي او دغه راز د حزب الله مشر حسن نصر الله او ورسره ملګري یې په ډیر ظلم او وحشي توب سره شهیدان کړي دي.