د لبنان اسلامي مقاومت غورځنګ حزب الله په اسرائیلي عسکرو بریدونه وکړل
زمونږ خبریال راپور راکړی د لبنان اسلامي مقاومت غورځنګ حزب الله وویل دوې د لبنان په جنوب کښې په سرحدي کلي کښې د اسرائیلو په پوځيانو برید وکړ.
دغه راز د اسرائیلو پوځ وویل چې دوې د لبنان سرحد ته نږدې یوشمیر نور پوځیان دیره کړي دي چې په لبنان کښې د حزب الله پرضد عملیاتو کښې ګډون وکړي.
حزب الله وویل چې دوې په یوه راکټ سره په مارون الراس پارک کښې د اسرائیلي عسکرو په راغونډیدا ځاې برید وکړ.
حزب الله دغه راز د اسرائیلو په حیفا باندې هم راکټي برید کړی او اسرائیلو هم د لسو ښاریزو ژوبلیدل تائید کړي دي.
بل خبر دا چې د اسرائیلي جنګي الوتکو نن هم د لبنان په جنوب کښې د طایر ښار په جنوب کښې په صریفا ښارګي کښې په یوه کور برید وکړ چې له کبله یې څلور عادي خلک ووژل شول.
دغه راز د فلسطین د حماس غورځنګ پوځي څانګې عزالدین قسام غونډ هم د اسرائیلو په مرکز تل اویو باندې د څو توغندیو بریدونه وکړل او د تل اویو په مرکز کښې د سایرنونو غږونه واوریدل شول.
دغه راز د فلسطین د روغتیا وزارت وویل چې د تیر میلادي کال د اکتوبر د میاشتې له اومې نیټې راهسې تر نن ورځې پورې په غزې تړانګې او نورو فلسطیني سیمو باندې د صهیونیسټ رژيم په بمباریو او حملو کښې یوڅلویښت زره نهه سوه نهه کسان شهیدان شوي او اوه نوي زره درې سوه درې کسان ژوبل شوي.