د صهیونیسټ رژیم لومړي وزیر په خپلې کمزورتیا اعتراف وکړ
(last modified Mon, 07 Oct 2024 11:45:39 GMT )
Oct 07, 2024 16:15 Asia/Kabul
  • د صهیونیسټ رژیم لومړي وزیر په خپلې کمزورتیا اعتراف وکړ

فارس خبري اژانس راپور راکړی د صهیونیسټ رژیم لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو د ایران په مقابل کښې د اسرائیلو په کمزورتیا اعتراف وکړ.

نتانیاهو په یوه غږیز فایل کښې چې د اسرائیلو له استخباراتي او پوځي غړیو سره له یوې خصوصي غونډې خپور شوی دی اعتراف وکړ د ایران حملې سبب شوي دي چې د اسرائیلو رعب او دفاع له مینځه لاړه شي.

د اسرائیلو لومړي وزیر نتانیاهو په دغه غږیز فایل کښې ویلي دي مونږ ایران ته د ځواب د ورکولو لپاره باید دوې(۲) مسلې په نظر کښې ونیسو، ځواب باید  برسیرن وي چې ایران بیا حمله ونکړي.

نتانیاهو په دغه ایشوا شوي فایل کښې ویلي دي د اسرائیلو دغه ځواب او حمله باید په رسنیو کښې لویه وښودل شي چې رسنیز اغیز ولري.

 

ټیګونه