د امریکا ډاکټرانو په غزې کښې د اسرائیلو جنایتونه لیدلي دي
(last modified Mon, 07 Oct 2024 23:37:11 GMT )
Oct 08, 2024 04:07 Asia/Kabul
  • د امریکا ډاکټرانو په غزې کښې د اسرائیلو جنایتونه لیدلي دي

ایسنا خبري اژانس راپور راکړی د امریکا نهه نوي (۹۹) ډاکټرانو چې په غزې تړانګه کښې یې په خپله خوښه کار کاوه له خپل حکومته وغوښتل چې سمدستي له صهیونیسټ رژیم څخه پوځي، اقتصادي او ډيپلوماټیک ملاتړونه بند کړي.

د امریکا دغو نهه نوي ډاکټرانو  چې په ټول کښې  یې د فلسطین د غزې تړانګې د درملنې په مرکزونو کښې کابو دوه سوه څلور پنځوس اوونۍ په خپله خوښه کار کړی دی  ولسمشر جوبایدڼ او د هغه مرستیالې کامالا هریس ته په یوه لیک کښې په غزې تړانګه باندې د صهیونیسټ رژيم د پوځ د پرله پسې یرغلونو په بهیر کښې د بدو انساني شرایطو په هکله خپلې تجربې بیان کړي دي او ویلي یې دي چې مونږ له انساني درک څخه د ورهاخوا جنایتونو کتونکي یوو.

د امریکا دغو ډاکټرانو په دغه  لیک کښې چې په ګازا هیلت کیر لیټرز(Gaza Healthcare Letters) اینټرنیټ پاڼې کښې خپور شوی دی ویلي دي مونږ د غزې تړانګې په هیڅ روغتون او یا روغتیايي مرکزونو کښې د فلسطیني ملیشا ډلو هیڅ ډول فعالیت نه دی لیدلی.

د امریکا دغو نهه نوي ډاکټرانو ولسمشر بایډن ته وویل چې اسرائیلو په قصدي او سیسټاماټیک ډول د غزې د روغتیا او د درملنې ټول سیسټم وران کړی او په غزې کښې د امریکا د ډاکټرانو ملګري یې شکنجه کړي ، هغوې یې تښتولي او هغوې یې وژلي دي.

د امریکا دغه ډاکټرانو وویل چې د غزې په روغتونونو کښې ټول ماشومان او  ښځې له ناوړه خواړو، د ضروري طبي تجهیزانو له کمښت سره مخامخ دي او هغوې مړ کیږي.

 

ټیګونه