د یمن پوځ پرون په اسرائیلو برید وکړ او د هوايي ډګر فعالیت بند شو
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی خبري سرچینو په تل اویو باندې د یمن د توغندوي حملې او د بن ګوریون د هوايي ډګر د فعالیت د بندیدا خبر ورکړ.
د اسرائیلو جنایتکار رژیم په پلازمینې تل اویو باندې د یمن د پوځ له توغندوي حملې وروسته په دغه ښار کښې د خطرې سایرنونه ووهل او په تل اویو او لویدیځې غاړې ته نږدې په څو ښارونو کښې د چاودنو غږونه واوریدل شول.
د صهیونیسټ رژيم رسنیو هم راپور ورکړ په تل اویو باندې د یمن توغندوي حمله د بن ګوریون د نړیوال هوايي ډګر د فعالیت د بندیدا سبب شوه او هغه الوتکې چې دغه هوايي ډګر ته ورتلې سرګردانه شوي دي.
بل خبر دا چې خبري رسنیو د نیواکي ټاټوبو په شمال کښې په حیفا ، عکا، نهاریا او په څو نورو صهیونیسټي ښارګیو او مرکزونو باندې د لبنان د حزب الله د توغندوي حملو خبر ورکړ.
د صهیونیسټ رژيم رسنیو وویل پرون په یو نیم ساعت کښې د لبنان له خاورې څخه په نیواکي ټاټوبو کابو شپیته توغندي ویشتل شوي دي.
په همدې لړ کښې د لبنان اسلامي مقاومت غورځنګ حزب الله هم په یوې بیانیې کښې وویل په بلیدا ښارګي کښې په القلع لوړو او په بیت هلل اډې کښې د صهیونیسټ رژیم د پوځیانو په وسیدو ځایې د څو راکټونو او توغندیو بریدونه کړي دي.
له اسرائیلو ظالم رژیم سره ټولې وسله والې، پوځي ، استخباراتي او لاجیسټیکي مرستې امریکا، بریتانیا، جرمني ، فرانسه، اسټرالیا، کاناډا او د سعودي عربستان، د متحده عربي اماراتو، اردن ، بحرین په شمول ځینې هیوادونه کوي.
دغه ټول هیوادونه د لبنان او د فلسطین د مظلومو خلکو پرضد د صهیونیسټ رژيم په جرمونو او جنایتونو کښې شریک دي.