صهیونیسټ رژیم د لبنان په جنوب باندې بریدونو ته دوام ورکړی
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د اسرائیلو رژیم د پوځ جنګي الوتکو د لبنان پرضد د تیریو په دوام کښې د بیروت هوايي ډګر ته نږدې په یوې سیمې بیا بمبارې وکړې.
د لبنان رسنیو د صهیونیسټ رژیم په نویو حملو کښې د پلازمینې بیروت هوايي ډګر ته نږدې په یوې سیمې باندې د بمباریو خبر ورکړ چې تراوسه یې د رسیدلیو تاوانونو په هکله کوم خبر نه دی خپور شوی.
د صهیونیسټ رژیم جنګي الوتکو دغه راز د بیروت په ضاحیه سیمې باندې د حملو په دوام کښې یوځل بیا په دغه سیمې بمبارې وکړې.
د صهیونیسټ رژيم پوځ د روان میلادي کال د سپتمبر میاشتې په درویشتمه نیټه د لبنان د جنوب په بیلابیلو سیمو باندې پراخې حملې پیل کړې چې تر نن ورځې پورې دوام لري.
د لبنان د روغتیا وزارت د راپور پراساس په تیر یوه کال کښې د لبنان په بیلابیلو سیمو باندې د صهیونیسټ رژیم په حملو کښې تراوسه له دوو زرو څخه زیات کسان شهیدان او په زرګونو نور ژوبل شوي دي.
بل خبر دا چې د لبنان د روغتیا وزارت په جنوب کښې په یوې ودانۍ باندې د صهیونیسټ رژيم په حملې کښې د لسو اوور وژونکو د شهیدیدا خبر ورکړ.