د رڼا سرچینې (د ځينو مومنانو حال احوال)
(last modified Wed, 09 Oct 2024 09:38:43 GMT )
Oct 09, 2024 14:08 Asia/Kabul
  • د رڼا سرچینې   (د ځينو مومنانو حال احوال)

د تهران دپښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې د رڼا سرچینې نومې لړۍ له ننني یوسل اتلسم  مطلب سره ستاسو په خدمت کې  یوو، په دغه مطلب کې د عنکبوت سورې د لسم او د نساء سوره له دوه نویم آیت  د نزول  په باب درسره غږیږو،نو هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي.

    دوستانو  شپې ورځې تیریدلې، هره ورځ  یو شمیر کسان هدایت کیدل او ایمان ئې راوړ او د مسلمانانو له جرګې سره یو ځاي شول. عیّاش؛ د مکې یو اوسیدونکی ؤ چې په پیغمبر اکرم(ص) ئې ایمان راوړ.البته لکه څنګه چې د هغه خپل خپلوال د خدای له رسول (ص) سره سخت مخالف وو او له هغه سره په دښمنۍ کې ئې  هیڅ هڅه نه سپَمَوله،هغه  خپله مسلمان شونه پټه کړه. په هغه وخت کې که چا  له پیغمبراکرم (ص) ډيره لږه ګروهنه هم ښودله، نو ډیر به کړول کید او که د کافرانو په مقابل کې ئې تر یوه حده کلکه دریدا ښودله ،نو  هغه له کورنۍ سره یو ځاي شړل کید. په همدې دلیل  عیّاش د خپلو خپلوانو له کړاؤنو او رټلو  دخوندي پاتیکیدا لپاره ، د هجرت لاره خوښه  کړه او مدینې ته روان شو او له نورو مهاجرانو سره یو ځای شو.   

          د عیّاش د هجرت خبر په مکې کې خور شو او مشرکان ئې اندیښمن کړل. د عیّاش مور  چې  أسماء بنت مخربة نومیدله،له نورو ډيره زیاته اندیښمنه او غمجنه شوه ، په تیره بیا ددغې ښځې دوه نور زامن چې ابوجهل ابن هشام  او حرث  ابن هشام نومیدل  او د عیّاش میرني وروڼه وو، د خپل ورور  ایمان راوړل ئې د کورنۍ ننګ او پيغور بالۀ. د عیّاش مور ډیره بې تابي کوله  او مدینې ته ئې د زوي هجرت او لیریکیدا هغه ډیره کړوله  او غمونه ئې زیاتیدل. څه وخت نه ؤ تیر شوی چې د بې خوبه کیدا او وږي پاتیکیدا له امله هغه ناروغه شوه . ابوجهل او حرث چې د عیّاش د بیرته ګرځولو لپاره په پلمو پسې وو، د مور د شرائطو په لیدو سره د مدینې په لور وخوځيدل. دوي  له پوښتنو او  ګرویږنو  وروسته خپل ورور وموند او له کومې مقدمې پرته ئې  له هغه سره د خپلې مور شرائط او حالات شریک کړل او وې وئيل که هغه مکې ته بیرته ونه ګرځي ، نو  مور به ئې د هغه په فراق او لیریکیدا له امله  مړه شي. دوي له عیّاشه وغوښتل،چې د مور د سلامتیا دبیرته ګرځیدا لپاره  دې تر یوه وخت پورې خپل و طن ته لاړ شي. د دغو دواړو خبرو  پر عیّاش اغیزې وشیندلې  او لکه څنګه چې مور سره ئې ډیره مینه کوله ، نو له کوم مقاومت پرته ئې ومنله خپل وطن ته بیرته وګرځي،البته  د خپلو وروڼو  له بې دینۍ او کفره خبر ؤ،نو له دوي ئې ژمنه واخسته  چې  هغه پخپلو باؤرونو باندې په عمل کې آزاد پریږدي.      

          عیّاش له خپلو دوو میرنیو وروڼو سره  مکې ته د ستنیدا نیّت وکړ او روان شو، خو همدا چې له مدینې ووت، او یوه  بیّله ځاي ته ورسیدل،د عیّاش  دواړو وروڼو هغه په رسئ کې ټينګ وتړۀ او هغه  ئې دومره وواهۀ،تردې چې پخپله ستړي شول  هغه مهال ئې هغه په وینو کې لیت پیت ټیکني غرمۀ ته پریښود. د تلو په وخت ئې هغه ته ووئيل،یوازې په هغه بڼه کې ورسره مرسته کوي او نجات ورکوي او هغه دا چې د واحد خدای پر  دین سترګې پټې کړي  او د تیر په څير د بت پرستۍ دین ته وګرځي.عیّاش چې  ایمان  راوړل ئې د هغه د ډيرې کړیدا لامل شوي وو،له ځان سره ووئيل؛هیڅ یوۀ عقل ماته ته ونه وئیل چې ځان په خدای د ایمان راوړلو په خاطر له کړاؤ او عذاب سره مخ کوې، نو ځکه ئې له دباؤ او کړاؤه د ژغورنې لپاره  پر مسلمان شونې سترګې پټې کړې.

دوستانو د عنکبوت سورې لسم آیت  ددغه شان موردونو لپاره نازل شوی او هغه  کسان ئې چې ددنیا  دلږو دباؤنو په  خاطر  خپل دین پریږدي ، رټلي دي او فرمائي؛وَ مِنَ النَّاسِ مَنْ یَقُولُ آمَنَّا بِاللَّهِ فَإِذا أُوذِیَ فِی اللَّهِ جَعَلَ فِتْنَةَ النَّاسِ کَعَذابِ اللَّهِ وَ لَئِنْ جاءَ نَصْرٌ مِنْ رَبِّکَ لَیَقُولُنَّ إِنَّا کُنَّا مَعَکُمْ أَ وَ لَیْسَ اللَّهُ بِأَعْلَمَ بِما فِی صُدُورِ الْعالَمِینَ:  ؛او ځيني کسان دي چې وائي؛په خداي مو ایمان راوړی ،خو کله چې  دخداي په لاره کې شکنجه او کړاؤ ویني،نو د خلکو کړؤل  د الهي عذاب په شان ګڼي ( او  ورڅخه سخت ویریږي)خو کله چې د تاسو د پروردګار له خوا(تاسو ته)  بریالیتوب په برخه شي، نو وائي ؛ مونږ هم له تاسو سره یوو.( او په دغې کامیابۍ کې شریک یوو).! آیا  خداوند په هغه څه چې د نړیوالو په سینو کې دي ، لا زیات پوهه نه دی؟( دعنکبوت سوره لسم آیت)

               دوستانو له دغې پيښې وروسته عیّاش  له خپلو دوو وروڼو سره  د مکې په لور وخوځيد. له اسلامه  له جلا کیدا او د  ابوجهل او حرث  له عقایدو سره  له همفکره کیدا سره سره ،البته  د هغه په زړه کې  له هغو دواړو د  کینې او نفرت اور  ئې  زیات شو. هغه له ځان سره ژمنه وکړه او قسم ئې وخوړ چې په لومړني فرصت کې  له دغو دواړو غچ اخلي او  له حرمه په بهر کې به دوي ووژني. کله ئې چې مور ولیدله،نو هغه ئې په غیږه کې ټينګه کړه،نو مور د هغه په لیدو سره ډیره خوشاله شوه اوله اسلامه ئې د خپل بچي په بیرته ګرځیدا خوشاله او خوښه وه.لږ وخت وروسته له هغه ځایه پاڅيد او خپل کور وآخوا ته روان شو. کله د شاوخوا کسانو دباؤنه کم شول  او هغه  آرامښت احساس کړ،نو په فکر کې ډوب  او په خود کې شو.

ډير پښمانه وو، غوښتل ئې دتوبې چغه پورته کړي، خو ویرید.څو ورځې تیرې شوې ،نو چا دهغه خیال نه ساتۀ،تردې چې یوه ورځ لمر ترلویدو مخکې د شپې تیارۀ په خوریدا ؤ،عیّاش په داسې حال کې چې په تخَرګ کې ئې یوه کڅوړه درلوده په پټه له مکې ښاره ووت  او د  ناپيژندلي لارې څخه  مدینې وآخوا ته وخوځيد.   

          د مدینې مسلمانان،د هغه تود هرکلي ته ووتل. عیّاش هڅه وکړه،خپل ایمان محکم او پیاوړی کړي.وخت تیر شو او عیّاش په نوي ژوندسره تیر وختونه له یاده وویستل. داسلام په پراختیا سره،حرث ابن هشام هم دتوحیدي تعلیماتو د اغیزو له امله  مسلمان شو او له پیغمبر اکرم(ص) سره د بیعّت لپاره  مدینې ته په هجرت وخوځيد. یوه ورځ ناڅاپي عیّاش خپل ورور ولید.حرثورمخکې شو څو له هغه حال احوال وپوښتي او غوښتل ئې عیّاش په غیږه کې ټينګ کړي  ، خو عیّاش چې  د حرث له  مسلمان شونې ناخبره ؤ،د ورورشکنجې ئې یاد شوې او پخپل زړه کې ئې  ورڅخه د غچ اخستو  لمبې پورته شوې.بې له دې چې څه ورسره ووائي او له خپلې خوا خوښي وبریښوي ،  دخپل خوړلي قسم د پوره کولو لپاره ئې  له تَکې توره راویستله او د خپل ورور پر سینه ئې ورګوزار کړه او هغه ئې په ټکه وواژّ،څ و شیبې وروسته ئې مسلمانان ګیرچاپیره غونډ شول او هغه ئې سخت ورټۀ او عیّاش ئې د ورور په  مسلمان کیدا خبر کړ.

عیاش ددغه خبر په آوریدو سره ،ونه زغمله او بې حاله شوپر مځکه ولویدکله چې په خود کې شو، له سترګو ئې اوښکې تویدلې او د پيغمبراکرم(ص) وآخوا ته ورغی  او دغه کیسه ورته تیره کړه. دلته وه چې د نساءسورې ۹۲ آیت نازل شو او خداي تعالی وفرمائيل؛ وَ ما کانَ لِمُؤْمِن أَنْ یَقْتُلَ مُؤْمِناً إِلاّ خَطَأً وَ مَنْ قَتَلَ مُؤْمِناً خَطَأً فَتَحْریرُ رَقَبَة مُؤْمِنَة وَ دِیَةٌ مُسَلَّمَةٌ إِلى أَهْلِهِ إِلاّ أَنْ یَصَّدَّقُوا فَإِنْ کانَ مِنْ قَوْم عَدُوّ لَکُمْ وَ هُوَ مُؤْمِنٌ فَتَحْریرُ رَقَبَة مُؤْمِنَة وَ إِنْ کانَ مِنْ قَوْم بَیْنَکُمْ وَ بَیْنَهُمْ میثاقٌ فَدِیَةٌ مُسَلَّمَةٌ إِلى أَهْلِهِ وَ تَحْریرُ رَقَبَة مُؤْمِنَة فَمَنْ لَمْ یَجِدْ فَصِیامُ شَهْرَیْنِ مُتَتابِعَیْنِ تَوْبَةً مِنَ اللّهِ وَ کانَ اللّهُ عَلیماً حَکیماً:  ؛هیڅ ایماندار کس اجازت نه لری چې کوم مومن قتل کړي.مګر دا چې دغه کار ئې د تیروتنې له امله کړی وي؛او (په عین حال کې) چا چې  کوم مومن په تیروتنې سره  قتل کړي، نو باید یو مومن آزاد کړي او د هغه خپلوانو ته ساز(خون بها)ورکړي؛مګر دا چې  دوي ورته ساز وبخښي او که مقتول له هغې ډلې څخه وي چې د تاسو دښمنان دي (او کافران دي)،خو او  مقتول ایماندار ؤ،(نو یوازې)باید یو مومن کس آزاد کړي ( او د ساز یا خون بها ورکول لازم نه دي ) او که  له هغو کسانو وي چې د تاسو او د دوي ترمینځ تړون ټينګ شوی دی،نو باید د  هغه ساز د هغه مقتول کسانو ته ورکړل شي،او  او یو مومن کس هم آزاد کړي. او هغه کس چې (د یوه کس یا غلام ) د آزادولو  وس  نه لري،دوه میاشتې پرله پسې روژه وساتي. دا ( یوډول آسانتیا ده) او الهي توبه ده . او خداوند  دانا او حکیم  دی.:::  

            ددغه آیت په اساس، د بېګناه قتل حرام دی او ایماندار کسان په تضاد کې دي، اوس که قتل قصدا نه وي، نو بیا هم اسلام د هغه لپاره اهمیّت ورکړی دی،او غوښتل شوي دي چې خلک نهایت ډير احتیاط او دقت  وکړي، څو هیڅ ډول قتل مقاتله، حتی په تیروتنې سره هم ونشي. ځکه ډیره تیروتنې د مخنیوي وړ دي، پردې سربیره خلک باید پوهه شي په قتل کې د تیروتنې په ادعا سره هیڅکله ځان بَري نشي کولی. همداراز د کفارې او جرمانې د شرائطو له بیانیدا وروسته، د توبې مسئله مطرح  شوي څو پردې ټينګار وي چې د یوه نفس د قتل په څير مهمې موضوعګانې  باید یو ډول جبران شي،څو ترسره کونکي په الهي توبې کې شامل شي .

= د تهران ریډیو د دغې لړۍ خوږو آوریدونکو  ددغه مطلب وخت  هم همدومره  ؤنو تربل مطلب  پورې مو په نیاؤمن خداي سپارو ، بریالي  اوسلامت ووسئ خپل ساتئ او د خپلو خپلوانو خیال ساتل هم مه هیروئ.

(سیماب)

********************************************************************************************************************************************************************************

 

ټیګونه