د یمن او د عراق مقاومت ځواکونو په اسرائیلو باندې بریدونه وکړل
(last modified Sat, 14 Dec 2024 07:26:41 GMT )
Dec 14, 2024 11:56 Asia/Kabul
  • د یمن او د عراق مقاومت ځواکونو په اسرائیلو باندې بریدونه وکړل

مهر خبري اژانس راپور راکړی د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند یحیی سریع د صهیونیسټ رژيم په مرکزونو باندې د عراق له اسلامي مقاومت سره د دوو ګډو عملیاتو خبر ورکړ.

هغه په یوې بیانیې کښې ټینګار وکړد یمن ځواکونو د عراق له اسلامي  مقاومت سره په دوو ګډو عملیات کښې په تل اویو او نیواکي عسقلان سیمه کښې په پوځي هدفونو باندې برید وکړ.

د یمن د پوځ ویاند یحیی سریع وویل: دغه دوه عملیات په دوو بې پایلوټه الوتکو سره وشول او دغه بې پایلوټه الوتکې وتوانیدلې د صهیونیسټ رژیم د پوځ له توغندوي ضد سیسټمونو څخه تیر شي او په بریالیتوب سره  په خپلو هدفونو باندې ولګیږي.

د یمن پوځ په غزې تړانګه کښې د فلسطین د  ملت د ملاتړ لپاره په سره سمندر او باب المندب اوبلاره کښې د صهیونیسټ رژيم او یا دغه رژیم ته په څو تلونکو کشتیو باندې بریدونه کړي دي او څو ځله یې هم په نیواکي فلسطین کښې د نیواکګرو اسرائیلو په مرکزونو حملې کړي دي.