په آیرلنډ کې د صهیونیسټي رژیم بیرغ ښکته کړل شو
په ډوبلین کې د صهیونیسټانو د سفارت د تړلو په اړه د آیرلینډ د حکومت له فیصلې وروسته، د دغه رژیم بیرغ د دغه سفارت له ودانۍ څخه ښکته کړل شو.
د آیرلنډ دغه اقدام د فلسطینیانو پر وړاندې د صهیونیسټي رژیم پر سیاستونو د څو کلونو له نیوکو او د فلسطینیانو له حقونو د ډوبلین له ملاتړه وروسته شوی دی.
د صهیونیسټي رژیم پرضد د عدالت په نړیواله محکمه کې د سویلي افریقا له شکایت سره د یوځای کېدو لپاره د آیرلنډ د فیصلې له اعلان مخکې، چې په غزه کې په نسل وژنې تورنه ده، د صهیونیسټي رژیم د بهرنیو چارو وزیر گدعون ساعر تیره اونۍ په ډوبلین کې د دې رژیم د سفارت تړلو په تړاو د تل ابیب د پریکړې خبر ورکړ.
د نسل وژنې د منعې له موافقې څخه د سرغړونې په تور د ۲۰۲۳ کال د ډسمبر په ۲۹مه نیټه سویلي افریقا د صهیونیسټي رژیم پرضد د عدالت نړیوالې محکمې ته شکایت وکړ. تر اوسه پورې د اسپانیا، بولیویا، کولمبیا، میکسیکو، ترکیې، چیلي او لیبیا هېوادونو د عدالت په نړیواله محکمه کې د صهیونیسټي رژیم پرضد د سویلي افریقا له شکایت سره یوځای شوي دي.
د دې نړیوال بنسټ لخوا په صادر شویو رایو کې، د صهيونيسټي رژيم د لومړي وزير بنیامین نتانیاهو او د دغه رژيم د ځينو نورو مشرانو لپاره د نيولو امر صادر شوی؛ هغه حکم چې د ډېرو هېوادونو لخوا ترې ملاتړ شوی دی.