د طوفان الاقصی عملیاتو په نیواکګر صهیونیسټ رژيم اخري میخ ورواوهه
https://parstoday.ir/ps/news/event-i156516-د_طوفان_الاقصی_عملیاتو_په_نیواکګر_صهیونیسټ_رژيم_اخري_میخ_ورواوهه
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د فلسطین د حماس غورځنګ د پوځي څانګې عزالدین قسام غونډ ویاند« ابو عبیده» په یوې وینا کښې د طوفان الاقصی عملیات د مبارزې یوه تاریخي بیلګه وبلله او ویې ویل چې دغو عملیاتو صهیونیسټ رژيم ته سخت ګوزار ورکړ.
(last modified 2025-01-19T23:22:39+00:00 )
Jan 20, 2025 00:48 Asia/Kabul
  • د طوفان الاقصی عملیاتو په نیواکګر صهیونیسټ رژيم اخري میخ ورواوهه

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د فلسطین د حماس غورځنګ د پوځي څانګې عزالدین قسام غونډ ویاند« ابو عبیده» په یوې وینا کښې د طوفان الاقصی عملیات د مبارزې یوه تاریخي بیلګه وبلله او ویې ویل چې دغو عملیاتو صهیونیسټ رژيم ته سخت ګوزار ورکړ.

هغه د ایران د اسلامي جمهوریت د مرستو مننه هم وکړه.

د فلسطین د حماس غورځنګ د پوځي څانګې شهید عزالدین قسام غونډ ویاند« ابو عبیده »د څلور سوه یو اویا ورځني جنګ او د اوربند له اعلانیدا وروسته په خپلې لومړنۍ تصویري وینا کښې وویل د طوفان الاقصی د تاریخي جنګ څلور سوه یو اویا ورځې تیریږي داسې جنګ چې د ختمیدا په حال کښې د نیواکګر رژيم په تابوب یې اخري میخ وروواهه او زیاته یې کړه هغه سرشیندنې او هغه سترې وینې به  چې خلکو ورکړي دي ضایع نشي او چټې به لاړې نشي.

ابو عبیده ټینګار وکړ د طوفان الاقصی عملیاتو د تاریخ جوړوني او د پایدارۍ بې ساري بیلګه وړاندې کړه او زمونږ خلکو په څه د پاسه پینځلسو میاشتو کښې د ازادۍ ، د سپیڅلیو ځایونو او د خپل ټاټوبي د دفاع کولو په خاطر زیات شهیدان ورکړي دي.

د فلسطین د حماس غورځنګ د پوځي څانګې عزالدین قسام غونډ ویاند ابو عبیده وویل مونږ داسې تاریخي حماسه رامینځته کړه چې په دنیا کښې هیڅ ساری نلري.

د طوفان الاقصی عملیاتو د سیمې څیره بدله کړه او نوي معادلات یې رامینځته کړل او دغو عملیاتو دغه راز اسرائیلي دښمن ته ستر ګوزار ورکړ او دښمن ته درانه تاوانونه ورسیدل.

هغه وویل مونږ له یوه نا برابر جنګ سره مخامخ وو او له جنایتکار دښمن او نړیوالو قدرتونو سره وجنګیدو او دښمن زمونږ د کورنیو په وژلو ، د کورونو په ورانولو او د وحشیانه جنایتونو په ترسره کولو سره له مونږ سره مقابله وکړه.